Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۸.۸ میلیونو ته لوړ شوی

اوچا: تېرو دوو کلونو کې د اړمنو افغانانو شمېر ۵۴ سلنه زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/24

د ملګرو ملتونو  بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وخت ناخته د افغانستان بشري وضعیت په اړه مالومات وړاندې او تازه يې په دې اړه د ياد سازمان د خوړو او کرنې ادارې له لوري ترتيب شوی راپور خپور کړی دی.

په راپور کې ويل شوي چې د اقلیمي، سیاسي او اقتصادي بدلونونو له امله د اړمنو افغانانو شمېر له نيمايي زيات شوی دی.

په راپور کې راغلي چې  په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال را وروسته د اړمنو کسانو په شمېر کې ۵۴ سلنه ډېروالی راغلی دی او په هرو درېیو کسانو کې دوه هغه یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپور یوه برخه:« داسې وړاندوینه شوې، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د اړمنو په شمېر کې ۵۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. پر ښځو وروستیو محدودیتونو هغه کورنۍ له لوی ګواښ سره مخ کړي، چې سرپرستي یې ښځې کوي او بشري مرستو ته په لاس رسي کې له ګواښ سره مخ دي.»

دا چې ډېری افغانان پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي، په راپور کې ویل شوي،۸۰ سلنه وګړي خپلې اقتصادي اړتیاوې له کرنې پوره کوي، خو زياته کړې يې ده، چې وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو پر کرنه هم سختې اغیزې کړي او له تېر فصل څخه د افغانانو یوازې ۴۰ سلنه اړتیاوې پوره شوي دي.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې هرو۱۰ تنو کې ۸ هغه یې له کرنې خپل خواړه، عواید او کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو تېر فصل وچکالۍ او سخت ژمني وضعیت اغیزمن کړی او د غنمو حاصلات یوازې د ۴۰ سلنه اړتیاوو لپاره کافي وو. دا چې کورنۍ وکړی شي  د خوراکي توکو اړتیاوې پوره کړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.»

کلونو کېږي چې نړیوال له افغانستان سره مرستې کوي او د دغو مرستو ډېره برخه لومړني خوراکي توکي جوړوي.

خو د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې حکومت دې له بهرنیو او نړيوالو بنسټونو سره په همغږۍ د يادو مرستو ترڅنګ د پانګونې يو داسې مېکانېزم هم رامنځته کړي، چې پایله کې يې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته شي.

د اقلیمي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندولو ترڅنګ راپور کې ویل شوي،چې  له اته میلیونه افغانانو سره د مرستې لپاره  ۲۵۲.۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist