Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې د اړمنو خلکو شمېر کې زیاتوالی راغلی

اوچا: افغانستان کې د اړمنو خلکو شمېر کې زیاتوالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/06

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې (اوچا) د هغه افغانانو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی،چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

اوچا وايي، څه باندې ۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري،څو د کال تر اخره پورې ۲۰ میلیونه کسانو ته بشري مرستې ورسوي.

اوچا زیاته کړې:« د اټکل شویو شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۲۸.۸میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې دغه شمېر د کال په لومړیو کې ۲۸.۳ میلیونه وه. همکارې موسسې له جون میاشتې څخه د دې کال تر اخره پورې ۲.۲۶میلیارده ډالرو بسپنې ته اړتیا لري،ترڅو ۲۰میلیونو خلکو ته مرستې ورسوي.»

د دغه کسانو له ډلې يې، یو هم حمیدالله او صاحب شاه دي، چې همدې تېرو میاشتو کې يې اقتصادي حالت خراب شوی دی.

دوی وايي، هېچا يې لاسنیوی نه دی کړی او نه هم د خپلو لاسي کراچیو په واسطه د کورنۍ سرپرستي کولی شي.

عبدالباقي بیا د لوګر ولایت اوسیدونکی دی، وایي، څو میاشتې کیږي،چې د مزدورۍ او کار لپاره کابل ته راغلی دی، خو د خراب اقتصادي وضعیت له کبله ټوله ورځ ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ ګټي.

دی وایي، د کار ظرفیت لري، خو که اسلامي امارت ورته د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي:« کله کار پيدا کېږي او کله نه. د ورځې ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ ګټم. له ډېرو ستونزو سره مخ یم. له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده،چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

باور دا دی،چې اسلامي امارت په هغه ژمنه تر اوسه پورې نه دی برلاسی شوی،چې بې روزګارو ته د کار زمینه پيدا کړي  او د دغه حالت مخه ونیسي.

 خو په ځلونو د حکومت لوړرتبه مشرانو وویلي، د لویو پروژو په پيل او تطبیق سره به دېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist