Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان سخت اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دی

اوچا: افغانستان سخت اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/05

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له سیاسي تحول راهيسې په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورين تر وروستي حد رسېدلی.

 تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر يا (اوچا) موندنې ښيي چې پر مرستو سربېره هم دغه ناورين کابو شوی نه دی.

اوچا په يوه تازه راپور کې ويلي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهيسې عامو افغانانو ته شاوخوا ۶.۷ میليارد ډالرو په ارزښت بشري مرستې وېشل شوې دي.

د اوچار په راپور کې ويل شوي،له  يادو مرستو سربېره هم افغانستان کې بشري او قتصادي ناورین نه دی ختم شوی او لا هم دوام لري.

د راپور یوه برخه: « د ۲۰۲۱زېږدیز کال د اګست له ۱۵مې او واک ته د طالبانو له رسېدو سره هم‌مهاله، له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د اټکل له مخې ۶.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت مرسته شوې. یوازې په ۲۰۲۲ز کال کې ۳.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې تر ټولو لوړ حالت تجربه کړی، خو بشري ناورین لا نه دی ختم شوی.»

که څه هم له افغانستان سره د شویو مرستو ټوليز ارزښت لوړ دی، خو اوچا بیا هم افغانستان په نړيواله کچه په تېرو درېیو کلنو کې له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ هېواد بللی.

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۳زېږدیز کال د ریکارډ ترکچې بشري مرستې له هغو اړمنو کسانو سره شوي چې د بانکي سکټور د ګډوډۍ، د دوه اړخیزو پراختیايي همکاریو ناڅاپي ځنډېډلو، خوراکي ناامنۍ، د بېوزلۍ کچې لوړېدلو، په تېرو ۳۰ کلونو کې د بې ‌ساري وچکالۍ او په احتمالي بڼه د پرځېدونکي روغتیايي سکټور په څېر مواردو له کبله له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ وو.»

بله خوا، سرپرست حکومت هم په تېرو درېيو کلونو کې له افغانانو سره د نړيوالو بشري مرستو له لارې د يو شمېر پروژو پلي کېدل مني، خو زياتوي چې د يادو مرسته شویو پيسو ډېره برخه د بهرنیو انجيوګانو پر عادي لګښتونو مصرف شوې او له همدې کبله د تطبيق شویو پروژو کيفيت ټيټ شوی.

د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمان وايي: « په مجموعي ډول له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کورنیو او بهرنیو انجیوګانو له خوا، شاوخوا ۲ میلیارده ۸۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت د بشري مرستو تر عنوان لاندې پروژې تطبیق شوې. له دغو مالي سرچینو د پروژې د لګښتونو ورکولو ترڅنګ یوه لویه برخه پیسې د کارکوونکو په معاشونو، تجهیزاتو، اداري مصارفو او حتا له هېواد بهر د بهرنیو موسسو د مرکزي دفترونو د لګښتونو لپاره هم لګول شوې دي. دغو لګښتونو د پروژو مؤثریت او اړمنو خلکو ته د خدماتوعرضه هم کمرکه کړې ده.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د نړیوالو مرستې نه یوازې هدفي دي او د ځانګړو موخو لپاره ترسره کېږي، بلکې په افغانستان کې يې په بشپړه توګه بېوزلي هم نه ده ختمه کړې.

دوی د مرستو اوسنۍ بڼه ګټوره نه بولي او وړانديز کوي چې د خلکو اقتصادي ځان بساينې لپاره دې د يادو مرستو مؤثريت ته منظم پلان جوړ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی ډاکټر صادق حمید زوی وايي: « د نړیوالو مرستندویه ټولنو مرستې هدفي دي. دوی د خپلو موخو ته په کتو له هېوادونو سره مرستې کوي. زه د یوه عام افغان په صفت دا ډاډ ورکولی شم کومې ۷ میلیارد ډالره پیسې چې دوی وايي له افغانستان سره یې مرسته کړې خو فقر یې نه دی ورک کړی، زه ورته وایم چې تاسو دا ۷ میلیارد ډالره راوړئ، موږ د افغانستان فقر په تضمین سره ورکوو.»

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « د افغانستان د خلکو اقتصادي مشکل په دې ډول چې دا کومې مرستې خلکو ته وېشل کېږي، زما په اند هېڅکله نه شي کولی د افغانانو ستونزې حل کړي او له فقر یې راوباسي. ځکه د دې مرستو ډېره سلنه د مرستندویه نهادونو په معاشونو، په کرایه، ټرانسپورټ او ځینو نورو برخو کې مصرف کېږي. په پاتې پیسو له خلکو سره داسې مرستې کېږي چې یوازې د څو ورځو لپاره د دوی ستونزه حل کولی شي نه په دایمي توګه.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت له واکمن کېدو سره يو شمېر کسان د بېوزلۍ او بې کارۍ له کبله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او په دې توګه له هېواد د کډوالۍ ګراف هم لوړ شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist