Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانانو سره د بشري مرستو لپاره مو له پنځه سلنې کمه بودیجه ترلاسه کړې

اوچا: افغانانو سره د بشري مرستو لپاره مو له پنځه سلنې کمه بودیجه ترلاسه کړې

shamshadnews by shamshadnews
2023/04/04

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) د تېر په څېر د افغانستان وضعیت د ځمکې پر سر تر ټولو ستر بشري ناورین یاد کړی او له مرسته کوونکو هېوادونو یې غوښتي،چې د دوی ملاتړ دې وکړي.

اوچا ویلي،سربېره پر دې چې د افغانستان ناورین نړۍ کې ساری نه لري،خو روان ۲۰۲۳ کال کې ورسره د ټاکل شویو پیسو له ډلې مو له پنځه سلنې کمې مرستې ترلاسه کړې دي.

اوچا زیاته کړې:«افغانستان کې ۲۸.۳  میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې خلکو ۲۳ سلنه ښځې، ۵۴ سلنه یې ماشومان او ۸.۳ سلنه یې معیوبین تشکیلوي. ۲۰۲۳ کال کې په پلان کې ده،چې ۲۳.۷ میلیونه خلکو ته مرسته ورسول شي،چې دا چاره به ۴.۶ میلیارده ډالرو ته اړیتا ولري.»

د اوچا د مالوماتو له مخې، مرسته کوونکو هېوادونو ورسره د غوښتل شویو ۴.۶  میلیارده ډالرو له ډلې د روان کال په څلورو میاشتو کې یوازې د ۱۸ میلیونه او ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي،افغانستان کې د نورو برخو ترڅنګ د خوړو خوندیتوب او کرنې، د اوبو او حفظ الصحې، روغتیا، تغذیې او زده کړو هغه سکتورونه دي،چې په ترتیب ورته تر ټولو ډېرې پیسې لګیږي.

اوچا روان ۲۰۲۳ کال کې هغه سکتورونه هم په تفصیلي ډول په نښه کړي،چې په کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو پلان لري.

اوچا زیاته کړې:« ځېنو کلیدي سکتورونو کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په موخه د بودیجې ویش.

د خوړو خوندیتوب او کرنې برخه کې څه باندې ۲۱ میلیونه کسانو ته ۲.۶ میلیارده ډالر، روغتیا برخه کې ۷.۶ میلیونه کسانو ته نږدې ۴۵۰ میلیونه ډالر، تغذیې برخه کې ۷.۲ میلیونه کسانو ته څه باندې ۳۸۴ میلیونه ډالر، د زده کړو برخه کې ۸.۷ میلیونه کسانو ته څه باندې ۲۱۵ میلیونه ډالر.»

له  یادو سکتورونو سربېره، خوندیتوب، هوايي چلن او همغږي نور هغه سکتورونه دي،چې اوچا یې روان ۲۰۲۳ کال کې  د لګښتونو جزئیات خپاره کړي دي.

  اوچا ویلي،افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو بهیر کې ورسره ۲۱۸ همکار بنسټونه همکاري کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist