Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اومر ماین پاکۍ موسسې په بغلان او کندوز کې زرګونه متر مربع ساحه له ناچاوده توکو پاکه کړه

اومر ماین پاکۍ موسسې په بغلان او کندوز کې زرګونه متر مربع ساحه له ناچاوده توکو پاکه کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/30

د اومر ماین پاکۍ موسسې د ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې له ۱۳ مې نېټې په بغلان او کندوز ولایتونو کې د ماین پاکولو پروژه پیل او د سپټمبر پر ۲۴مه یې پای ته ورسوله.

 ځايي اوسېدونکو ته د ناچاوده توکو او ماینونو څخه د پاکو شویو سیمو د سپارلو مراسمو کې د یادې موسسې مسوولینو ویلي، په دې موده کې یې په ۲۸ ساحو کې۳۶۳ زره او ۴۱۴ متر مربع ساحه له خطرناکو توکو پاکه کړې او ۹۴ حلقې بېلابېل د پرسونل ضد ماینونه او ۱ زر او ۲۳ نور ډول ډول چاودېدونکي توکي یې شنډ کړي دي.

په بغلان او کندوز کې د اومر ماین پاکۍ موسسې مسوول حاجي اول خان وايي: « د اومر ماین پاکۍ موسسې په شمال ختیځ زون کې د څلورو میاشتو کار پرمهال د کندوز او بغلان پنځه ولسوالۍ، چهاردره، خان آباد، پلخمري، دهن غوري او برقع کې ۳۶۳ زره ۴۱۴ متر مربع ساحې په بشپړه توګه له ماینونو پاکې کړې.»

ځايي خلک د اومر ماین پاکۍ موسسې له فعالیتونو خوښ دي او له نړیوالو غواړي چې افغانستان کې د ماین خطر له منځه وړلو لپاره دې د ماین پاکوونکو موسسو ملاتړ وکړي.

د ماین چاودنه کې معلول شوی عطالله وايي: « زه ماین ووهلم، پښې مې پرې شوې او ټول ځان مې ژوبل ژوبل دی. زه ډېر خوښ یم چې زموږ له ساحې ماینونه پاک شول او نور خلک زما په برخلیک نه اخته کېږي. دا د خدای رحم دی چې ماین پاکوونکي دلته راغلي دي.»

له ماینونو او ناچاودو توکو پاکو شویو سیمو او نورو بېلابېلو پروژو د کاري کیفیت د څارنې په موخه د یوناما مرستیال په لرې پرتو سیمو کې د اومرماین پاکۍ موسسې فعالیتونه ستايي او په راتلونکې کې د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې مرستیال انډریکا راټواټ وايي: « زه ډېر خوښ یم، چې نن دلته په جنت باغ سیمه کې د اومر ماین پاکۍ موسسې د هغو کارونو شاهد یم چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې له لوري تمویلېږي. د ماینونو او ناچاوده توکو پاکول او تر ټولو مهمه د ناچاوده توکو له شتون پاک افغانستان د ملګرو ملتونو لپاره یو اصلي لومړیتوب دی. هغه هڅې چې د اومر ماین پاکۍ موسسې د خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د ژوند د ژغورلو په برخه کې ترسره کوي؛ د قدر وړ دي. موږ پوهېږو چې د دې پروژې د پیل راهیسې په تېرو څلورو میاشتو کې ۲۲ مختلف النوع ناچاوده توکي موندل شوي. له همدې کبله د اومر ماین پاکۍ موسسې د ماین موندنې او له منځه وړلو په برخه روانې هڅې ډېرې اړینې دي؛ ځکه دغه سیمه په تېرو کلونو کې د پراخو جګړو کوربه وه. د دې ترڅنګ، موږ دلته د ماین د خبرتیا او عامه پوهاوي په برخه کې د دوی هغه هڅې هم ستایو چې د ماشومانو لپاره یې ترتیب کړې دي.»

د شمالي ولایتونو د ماین پاکۍ عمومي مسوول هم د اومر موسسې هڅې ستایي، خو په خبره یې اوسمهال له مالي ستونزو سره مخ دي او له مالي ملاتړ وروسته به پاتې سیمې سروې او له خطر څخه پاکې کړي.

نوموړی له مالي ملاتړ کوونکو غواړي، په بشپړه توګه د ټول هېواد پر کچه د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرله منځه وړلو په موخه د اومر په څېر ماین پاکۍ موسسو مالي ملاتړ وکړي.

د شمال ختيځو ولایتونو لپاره د ماین پاکۍ عمومي مسوول خواجه زبېر صدیقي وايي: « دا مهال یوڅه له مالي ستونزو سره مخ یو او نه شو کولی په هغې چټکۍ سره کار وکړو چې دلته ورته اړتیا ده. تاسو پوهېږئ افغانستان نه شي کولی په خپل مالي لګښت دغه کار ترسره کړي او نړیوال هم په هغه کچه مرستې نه کوي چې اړتیا ده. زموږ هڅې روانې دي او ډاډ  درکوم چې پاتې ساحې به هم پاکې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې اومر ماین پاکۍ موسسې له پیل تر دې دمه په ۳۴ ولایتونو او ۲۵۳ ولسوالیو کې۷۳ زره ۹۵۵ کړۍ ماینونه او ۱.۴ میلیونه بېلابېل ډوله مهمات له منځه وړي او د کرنیزو ځمکو، سړکونو، دولتي ودانیو او سفارتونو په ګډون یې  ۳۰۳.۵ کیلومټره مربع ساحه له خطرونو څخه پاکه کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist