Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتنبایووا: د دوحې ناسته کې له افغانستان سره پر تعامل ټینګار شوی

اوتنبایووا: د دوحې ناسته کې له افغانستان سره پر تعامل ټینګار شوی

shamshadnews by shamshadnews
2025/07/09

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ(یوناما) مشرې روزا اوتنبایووا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ناستې ته په دوحې کې د افغانستان په اړه د ياد سازمان په نوښت د ترسره شوې ناستې جزیيات وړاندې کړل.

د دوحې ناسته د جون پر ۳۰ مه او د جولای پر  لومړۍ نېټه ترسره شوه چې په کې د ۲۹ هېوادونو او نړيوالو بنسټونو په شمول، د سرپرست حکومت پلاوي هم ګډون درلود.

د یوناما مشره روزا اوتنبایووا وايي، د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې له سرپرست حکومت سره پر ډېر تعامل او له افغانانو پر ملاتړ ټینګار شوی.

 د اوتنبایووا په خبره، د ډېر تعامل او له افغانانو د ملاتړ پر غوښتنې سربېره دا مهم فرصت و چې د افغانستان په اړه نړیوالې ټولنې ژمنې له سرپرست حکومت سره شريکې شوې.

هغه په دې اړه وايي:« د خصوصي سکټور ملاتړ او د نشه‌ يي توکو پر وړاندې هڅې یوه سټراټیژیکه، اقتصادي او بشري اړتیا ده او دا یو ښه فرصت دی چې له سرپرست حکومت سره پر نړیوالو اړتیاوو بحث وشي، ترڅو په ټولنه او د هېواد په اقتصادي سکټور کې د ښځو او نجونو مهم رول او حضور ښکاره وي.»

سرپرست حکومت بیا د روزا اوتنبایووا له څرګندونو هرکلی کوي او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او  له نړیوالې ټولنې غواړي چې بنديزونه ترې لرې او تعامل ورسره وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « له ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. دغه راز د خصوصي سکټور د پياوړي کولو او اقتصادي ودې لپاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي که څه هم له سرپرست حکومت سره تعامل د افغانانو د ستونزو حل معقوله لار ګڼي، خو له سرپرست حکومت دا هم غواړي چې د نجونو تعليم او تحصيل ته د اجازې په ورکړې سره، ياد هدف ته رسېدل اسانه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « نړۍ او زموږ ولس ته شته یوازینۍ ستونزه د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل دي. زه باور لرم، که اسلامي امارت دا ګام پورته کړي، نور به د نړۍ له خوا زموږ هېواد او خلکو ته کومه ستونزه نه وي.»

ځینې نور بیا  په دوحه کې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې ناسته له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د مثبت تعامل پر لور ښه ګام بولي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « زما په نظر، د اسمبلۍ غړي په دې همنظره وو چې باید اسلامي امارت د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې خلاصې کړي، ترڅو له نورو امتیازونو او تعاملاتو برخمن شي او ورسره اسلامي امارت رسمیت او تعامل ته لاره پيدا کړي.»

په دوحه کې  د ترسره شوې ناستې جزییات د یوناما له خوا داسې مهال رسنيز کېږي چې د کورنیو چارو وزارت ویاند له دې وړاندې ویلي و چې د دوحې په دوه ورځنۍ ناسته کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې، پر يادو توکو د روږدو کسانو درملنې او د بزګرانو ته د بدیل معیشت رامنځته کولو په برخه کې بحثونه شوي.

خو دا لا تراوسه پورې نه ده په ډاګه شوې چې له سرپرست حکومت سره په يادو برخو کې د نړیوالو له خوا څه ډول ژمنې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist