Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتنبایوا: که د زلزله ځپلو بېړنی لاسنیوی ونه شي، له کړاوونو ډک ژمی به ولري

اوتنبایوا: که د زلزله ځپلو بېړنی لاسنیوی ونه شي، له کړاوونو ډک ژمی به ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/16

کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا په ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له امله د زیانمنو شویو د وضعیت ارزونې، مرستو رسونې او د زلزله ځپلو ستونزو اورېدو په موخه کنړ ته سفر کړی.

مېرمن اوتنبایوا په سیمه کې د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویه ادارو شتون ستایلی او د دې سازمان له لوري يې د لا زیاتو بشري مرستو ډاډ ورکړی.

نوموړې همدا راز د ژمي له رانږدې کېدو سره د زلزله ځپلو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د زیانمنو لپاره يې د سرپناه او لا زیاتو اړینو مرستو چمتو کولو په موخه له بسپنه ورکوونکو د ۱۴۰ میلیون ډالر بودیجې غوښتنه کړې.

د يوناما مشرې د زلزله ځپلو سیمو د لیدنې پرمهال ویلي: « ملګرو ملتونو اړمنو ته مرستې برابرې کړې دي، خو بیا هم په بسپنه ورکوونکو غږ کوو چې ۱۴۰ میلیون ډالره نوره بودیجه هم چمتو کړي. ژمی را رسېدونکی دی، ژمی ډېر را نیږدې دی. دا یوه غرنۍ سیمه ده، هوا به ډېره ژر سړه شي. له همدې امله په ټولو هغو هېوادونو چې تر اوسه یې دلته مرسته نه ‌ده کړې، غږ کوو  چې خپلې مرستې برابرې کړې. ډېرې مرستې شوې دي، خو لا هم اړتیاوې ډېرې زیاتې دي. په خپلو شریکانو، د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو او خصوصي سکټور غږ کوم چې باید راشي او له خلکو سره مرسته وکړي.»

یو شمېر زلزله ځپلي هم د ژمي له را نږدې کېدو وېره لري او په خبره یې تر ټولو بېړنۍ اړتیا دوی ته د استوګنځایونو برابرول دي.

د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی محمدشاه وايي: « د اوسنۍ مرستې زموږ اړتیاووې پوره کوي، خو زموږ کوټې او هرڅه وران دي، یخني را روانه ده او زموږ سخت ضرورت دی. زموږ مېنې باید جوړې شي.»       

د زلزلې له امله نورې زیانمنې شوې کورنۍ که څه هم د حکومت، پانګه ‌والو، مرستندیه بنسټونو له لوري د شویو مرستو هرکلی کوي، خو د خپل ژوند اوسني وضعیت ته په پام یې کافي نه ‌ګڼي.

د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکی محمود وايي: « د افغانستان له ولس او نړیوالو ډېره مننه کوو چې له موږ سره یې غم شریک کړی او مرستې کوي.»

زلزله ځپلی خان محمد وايي: « زموږ کورونه به بشپړ ډول وران دي، ویالې او کروندې ورانې دي او هر ډول فضل او شتمني مو ډوب شوي دي. شکر دی ډېرې مرستې وشوې او اوسنۍ اړتیاوې مو پوره کړې.»         

د روانې وږي میاشتې په۱۰مه نېټه ختیځ ولايتونه د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزلې ولړزول چې مرکز یې د کونړ نورګل ولسوالي وه.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې زلزله کې پر اوښتو مالي زیانونو سربېره، يوازې په کونړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲۰۵ تنه شهيدان او شاوخوا ۳۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist