Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اهل تشیع علمانو او مشرانو پر پاکستان د اسلامي امارت له انتقامي بریدونو ملاتړ اعلان کړ

اهل تشیع علمانو او مشرانو پر پاکستان د اسلامي امارت له انتقامي بریدونو ملاتړ اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/03

د پاکستان پر پوځي رژيم د اسلامي امارت ځواکونو له غچ اخستونکو عملياتو د ملاتړ په دوام، کابل کې د اهل تشيع ديني عالمانو او قومي مشرانو هم ملاتړ اعلان کړ.

دیني عالمان او قومي مشران وایي، اسلامي امارت له عامو افغانانو او خاورې د دفاع حق لري او په خبره یې پاکستان باید له دې بریدونو وړاندې د افغانستان تاریخ مطالعه کړی وای چې څومره زبرځواکو هېوادونو ته یې ماتې ورکړې.

د اهل تشيع قومي مشر سید صدیق حسین‌زاده وايي: «  افغانستان یو باتور او مېړنۍ ولس لري او تل د یرغلګرو پر وړاندې درېدلی. اسلامي امارت  د دې وړتیا لري چې له خپلو خلکو دفاع وکړي. د افغانستان خلک واحد ملت دی او د پردیو پر وړاندې هم په واحد صف کې درېږي. پاکستان باید له افغانستان سره له جګړې لاس په سر شي او خبرو ته کېني.»

ځينې نور مشران بیا د یو شمېر بهر مېشتو سیاستوالو هغه څرګندونې هم غندي چې پر افغانستان يې د پاکستان د بريد ملاتړ کړی. دوی ټينګار کوي چې بهر مېشت سیاستوال دې نامسووله څرګندونې نه کوي.

د اهل تشيع قومي مشر سید محمد داوود ناصري وايي: « که دا محمد محقق وي یا نور بهر مېشتي سیاستوال، د دوی له خوا د پاکستان له بریدونو ملاتړ کول یوه ستره او نه جبرانېدونکې تېروتنه ده؛ ځکه چې په افغانستان کې یو تن هم حاضر نه دی چې د پردیو یرغل ومني. له امارت سره ستونزه داخلي موضوع ده.»

د اهل تشیع د عالي کمیسیون یو شمېر نور مسوولین وایي، پاکستان له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د یوه مقتدر او خپلواک حکومت غوښتونکی نه و او د اوسني نظام ثابت دریځ ورته د منلو نه دی.

د اهل تشیع عالي کمیسیون رئیس محمد علي اخلاقي وايي: « تجربو ښودلې چې پاکستان نه غواړي افغانستان کې یو خپلواک او مقتدر حکومت موجود وي بلکې داسې یو حکومت وي چې د پاکستان ګټې خوندي کړي. دا د یوه حکومت د خپلواکۍ خلاف خبره ده، حال دا چې اسلامي امارت په تېرو څه کم پنځو کالو کې ثابته کړه چې غواړي په هره برخه کې خپلواک حکومت و اوسي. د پاکستان لپاره د دې خبرې زغمل سخت دي.»

دوی د پاکستان له لوري پر عامو افغانانو ترسره شوي هوایي بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف بولي او د پاکستان له ولس غواړي چې پر خپل پوځ فشار راوړي، ترڅو په سیمه کې د زبرځواکو هېوادونو د موخو تر لاسه کولو لپاره په ګاونډیو هېوادونو تورونه پورې نه کړي.

د پخوانۍ مشرانو جرګې غړی علي اکبر جمشیدي وايي: « پر افغانستان د پاکستان وحشیانه برید له ټولو نړیوالو اصولو او موازینو سره ټکر لري. دوی د نړۍ له ټولو کنوانسیونونو سرغړونه کړې او د ښه ګاونډیتوب اصول یې مات کړي. موږ د پاکستان له ملت غوښتنه کوو چې پر نظامي حکومت فشار راوړي او اجازه ورنه کړي چې د لوېدیځ په غوښتنه پر خپلو ګاونډیانو بریدونه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې په ځلونو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاد ورکړی چې له افغان خاورې به هېڅ کوم هېواد ته ګواښ پېښ نه شي، خو پاکستان بیا په ځلونو د دې ادعا له مخې چې ګواکي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي‌ټي‌پي) پټنځایونه لري، پر افغانستان بریدونه کړي او عام وګړي یې قرباني کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist