Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
انا کیلي: افغانستان کې ښځې له سخت بشري وضعیت سره مخ دي

انا کیلي: افغانستان کې ښځې له سخت بشري وضعیت سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/23

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویاندې انا کيلي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه د نورو موضوعاتو تر څنګ، افغانستان کې د ښځو پر روان وضعیت او د امریکا د بشري مرستو بندېدو په اړه هم خبرې کړې.

نوموړې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نېوکه کړې او وايي، د مخکېني ولسمشر جوبایډن له لوري له افغانستانه د امریکايي ځواکونو جنجالي ايستل د دې لامل شول چې هلته افغانستان کې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره د ښځو وضعيت سخت شي.

نوموړې زياته کړې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د امریکا له خوا د مرستو له بندېدو سره د افغانستان ښځې له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.

انا کيلي په دې اړه ویلي:« افغانستان کې ښځې د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ناورین زیږوونکي وتلو وروسته، له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.»

د اسلامي امارت سرپرست حکومت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يي ویلي چې د افغانستان ښځو ته يي د شریعت په چوکاټ کې خپل ټول حقونه ورکړې دي.

د سیاسي چارو شنونکي بيا د امريکا د نوې ادارې پالیسيو ته په کتو پر نړيواله کچه د بدلونونو اټکل کوي او له همدې کبله له سرپرست حکومت هم غواړي چې د نورو هېوادونو په څېر دې خپلې پالیسۍ د ملي ګټو په رڼا کې عيارې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « هېوادونه له یوبل سره ځان عیاروي، پر افغانستان باندې هم د ټرمپ د راتګ اغېزې دا دي چې غواړي د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپلې مرستې لږترلږه د درېیو میاشتو لپاره ودروي، ترڅو په ډاګه کړي چې چاته مرستې ورکړي او چا ته نه. نو په همدې موخه، د افغانستان د چارواکو لپاره په کار ده چې د نړیوالو بدلونونو پر بنسټ خپل ځان عیار کړي.»

د ښځو پر وضعيت سربېره، افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ لوړې کچې مهارولو لپاره هم بهرنۍ بشري مرستې مهمې بلل کېږي او په همدې موخه ځينې شنونکي غوښتنه کوي چې له افغانانو سره کېدونکې بشري مرستې دې له سياست لرې او دوامداره وساتل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا چې افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی، نو بشري مرستو ته اړتیا لري. باید له افغانستان سره او د افغانستان له خلکو سره چې ډېرې ستونزې یې ګاللې دي، بشري مرستې د سیاسي موخو لپاره ونه درول شي. ښه خبره دا ده چې ملګري ملتونه د هغو بشري مرستو په اړه جدي اقدام وکړې چې د بېوزله ولسونو حق دی. باید د هغو مرستو بېرته پيل کولو ته لاره هواره شي چې پر افغانستان بندې شوې یا ځینې هېوادونه غواړي بندې یې کړي.»

د سرپرست حکومت له لوري له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر زده کړو او د ښځو پر تحصیل او کار بندیزونه لاهم د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له نيوکو سره مخ دي.

خو سرپرست حکومت په دې اړه پرته له دې چې دا پرېکړې يې کورنۍ مساله بللې، يادو نيوکو ته یې قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist