Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ستراتیژیکه اړتیا ده

امیري: د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع ستراتیژیکه اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/12

قطر د افغانستان او نړۍ مهمو مسایلو په اړه د دوحې فارمت نړیوالې غونډې کوربه دی.

د ګډې راتلونکې جوړولو تر عنوان لاندې د دې ناستې په لومړۍ ورځ  د افغان  ښځو، نجونو  او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغان نجونو پر زده کړو او د ښځو کار په تړاو د اسلامي‌امارت پر پالیسیو نیوکه وکړه.

امیري زیاته کړې:« د افغان نجونو او ښځو له حقونو دفاع اخلاقي او سټراټیژیکه اړتیا ده. که موږ یو متوسط او ټولګډونه افغانستان غواړو چې ځان او ګاونډیانو ته ګواښ نه وي، نو د افغانستان پر پوهنې سکتور او خلکو  پانګونه وکړئ، دا هغه څه دي چې موږ به یې په ګډه ترسره کړو.»

بشري حقونه، زده کړې، په نړۍ کې د جګړو درولو پرسر بحثونه، کډوالي، انساني کړاو او جنسیتي نابرابري هغه مهم مسایل دي چې ګډونوالو پرې بحثونه کړي.

امیري وايي، ترهغې چې د افغان ښځو په تړاو د سرپرست حکومت تګلارې بدلې نه ‌شي نړۍ په افغانستان کې واکمن حکومت سره تعامل نه‌ شي کولی.  

خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین بیا د افغانستان د استازو له ګډون پرته دغه ډول ناستې بې ‌ګټې بولي.

شاهین زیاتوي: « لکه څنګه چې موږ وړاندې هم ویلي، د افغانستان په تړاو هره نړیواله ناسته چې ترسره کېږي، په هغې کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون اړین دی، ځکه یوازې همدا پلاوی کولی شي چې د افغانستان د مسایلو څرنګوالی او یو واقعی حل وړاندې کړي. چاته چې د افغانستان د مسایلو څرنګوالی مالوم نه وي، نه شي کولی زموږ ستونزې هوارې کړي؛ نو دې ټکو ته دې نړیواله ټولنه اړینه پاملرنه وکړي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، تیرو دوه کلونو کې د افغانستان په تړاو ترسره شوې ناستې پر سرپرست حکومت د نړیوالو فشارونه ګڼي او په خبره یې د افغانستان وضعیت یې نه دی بدل کړی.

دوی  ټینګار کوي چې نړیوال باید مخامخ خپلې غوښتنې او اندېښنې د اسلامي امارت استازو سره مطرح کړي او د حل لپاره یې معقولې حل لارې ومومي.

 د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « د افغانستان له استازي پرته د ناستو جریان زموږ له هېلو سره سمې پایلې نه لري، په دا ډول ناستو کې د اسلامي امارت  د استازو ګډون ډېر اړین دی، ترڅو وکولی شي له خپل دریځه دفاع وکړي او که قناعت نه شي ورکولی نو قناعت خو وکړي او راشي د اسلامي امارت رهبرۍ ته ووايي چې موږ باید ځانونه په دې ترتیب چمتو کړو.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « د افغانستان له خلکو سره دې خپلې ژمنې د باور پر بنسټ وکړي او د خپل حکومت ستنې دې په همدې باور قوي کړي، داسې حکومت دې جوړ کړي چې د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه خلک په کې ونډه ولري، نه دا چې داسې خلک په حکومت کې وي چې له سیمې د بهرو برخو سره تړاو ولري.»

یو شمیر نور بیا د حکومت ځینې پرېکړې پرځای نه بولي او په باور یې تیرو دوه کلونو کې یو لړ پریکړې د افغانستان د سیاسي اواقتصاي انزوا لامل شوي دي.

 د دوی په خبره، د فشارونو سیاست  د حل لار نه ده او نړیواله ټولنه او سرپرست حکومت دې ننګونو او ستونزو حل لپاره لارې چارې ولټوي.

 د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « موږ وایو چې کابل او په کابل کې ناست واکمنان د افغانستان د ملت اساسي حقونه چې هغه زده کړې دي، ښوونځیو او پوهنتونونو ته تګ او د ښځو کار دی او همداشان یو شمېر داسې اصلاحات دي چې افغانستان متحد کوي او په دغه جغرافیه کې یې له عزت او درناوي برخمن کوي؛ نو په دې برخه کې باید اسلامي امارت کوټلي ګامونه واخلي.» 

د ګډې راتلونکې جوړولو تر عنوان لاندې د دوحې فارمټ دغه نړیواله دوه ورځنۍ ناسته کې ګډونوالو ویلي، په نړۍ کې باید داسې ستراټیژیو ته وده ورکړل شي چې له مخې یې ښځې او نجونې له اساسي حقونو برخمنې شي او دغه راز د ګډې راتلونکې لپاره پر ګډ کار ټینګار شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist