Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیري: له ا.ا غواړو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي 

امیري: بشري حقونه د ښځو کار او زده کړې او ټولګډونه حکومت له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کېدو کلي ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/24

د افغان،نجونو،ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري  ویلي،په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځ ته کول،بشري حقونه او همدا زار د ښځو د کار او زده کړو حقوقو تامین هغه څه دي،چې کولی شي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ اړیکې بېرته عادي کړي. 

امیري ټینګار کړی دی،چې له نړۍ سره د اړیکو د بېرته ټینګښت کلي همدا دغه مسایل دي،چې د افغانستان سرپرست حکومت ته یې وړاندې کړي دي. 

امیري زیاته کړې:« ټولګډونه  حکومتولي، بشري حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو زده کړو او کار حقونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو کلي ده.» 

اسلامي امارت بیا د افغان شموله حکومت د رامنځته کیدو په تړاو له وړاندې ویلي،چې په اوسني حکومت کې ټول افغانان ونډه لري او  د تیر حکومت سلګونه زره مامورین پر کار بوخت دي. 

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې  په اوسنیو شرایطو کې داسې یوه حکومت ته اړتیا ده،چې ټول افغان ولس په کې ځان وګوري او هغه څه چې ولسونه یې غواړي باید حکومت یې ترسره کړي. 

 د سیاسي چارو شنونکی  بلال فاطمي وايي:« داسې یو حکومت چې هغه همه شمول وي او په هغه کې  ټول ملت ځان وګوري او ولس ترې راضي وي اړتیا ده،ځکه اوس چې څه دي، د هېلو خلاف روان دي.» 

 د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج بیا په دې باور دی،چې له دغه ډول څرګندونو د امریکا موخه پر اسلامي امارت فشار راوړل دی،چې پرمټ یې د دوحې تړون پلی کړی،  د ټولګډونه حکومت، د ښځو دکار او زده کړو حقوق په یاد تړون کې درج شوي دي. 

معارج  زیاته کړه:« داسې ښکاري،چې امریکا په دې لټه کې ده،چې پر طالبانو فشار راوړي او  د دوحې تړون بشپړ کړي. د دوحې په تړون کې د ایتلافي حکومت مسله هم مطرح ده، د بیان ازادي، بشر حقوق  او د ښځو زده کړو او دندو مسله هم مطرح شوې.» 

له هغې وروسته،چې اسلامي امارت په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه،د نړۍ او کابل ترمنځ واټن نور هم زیات شو او د افغانستان د رسمیت پیژندنې او سیاسي اړیکو مسله نور هم شاته ولوېده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist