Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

امنیت شورا یو‌ځل بیا د افغانستان په اړه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/17

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې پر ورځ په افغانستان کې د ښځو وضعیت او بشري حقونو په تړاو ناسته جوړوي چې مشري به یې د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیره کوي.

ټاکل شوې ده، چې دغې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله سیما بحوث او دغه راز د  مدنې ټولنې یوه استازې هم ګډون ولري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین شمشاد سره خبرو کې وایي، د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې نیمګړې دي.

 د شاهین په خبره، د امنیت شورا غړي هېوادونه دې د افغانستان رسمي استازي چې د ولس او هېواد واقعي نماینده ‌ګي کولی شي، د مسایلو د حل او بحث لپاره دې غونډو ته ور وبولي.

شاهین زیاتوي: « د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه نیګړې ده. د امنیت شورا غړي هېوادونه باید د افغانستان رسمي استازي چې د ولس اصلي سازیتوب کوي، د مسایلو د حل او فیصلو د پلي کولو توان لري، دغو غونډو ته ور وبولي او له اسلامي امارت سره تعامل ته دې زمینه برابره کړي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا د ملګرو ملتونو امنت شورا په اړه وېشلي نظرونه لري.

د ځينو بارو دا دی چې  د امنیت شورا راتلونکې ناسته بې ګټې ده او په خبره یې، ورته ناستې به هغه مهال ګټورې وي چې د اسلامي امارت استازي په کې برخه واخلي، ترڅو په یاد سازمان کې د افغانستان غوښتنې مطرح او د نړیوالو اندېښنو ته مخامخ ځواب وویل شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « په دې غونډه کې به هماغه پخوانۍ خبرې بیا تکرار شي او افغانستان ته کوم نوی شی نه لري؛ ځکه چې په دې ناسته کې د افغانستان اصلي استازي ګډون نه لري.»

خو د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپټمبر ۱۸ مې غونډه بابېزه نه ګڼي او په باور یې، غړي هېوادونه به په دې ناسته کې پر افغانستان سربېره د نورو هېوادونو مسایل هم مطرح کړي.

دوی دغه راز زیاتوي، ناسته کې به د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي قانون په اړه هم بحثونه وشي او ښايي یو پرېکړه لیک هم صادر کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال په دې اړه وايي: « تر ډېره به د بشري حقونو او دغه راز د ښځو او نجونو پر حقونو او د امربالمعروف په نوي قانون بحث وشي. ممکن بیا ځل غوښتنه وشي چې سرپرست حکومت د دې قانون له پلي کولو ډډه وکړي او د بشري حقونو په تړاو پرېکړه لیک هم صادر کړي.»

دا غونډه داسې مهال جوړیږي چې پنځه میاشتې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو تر شاه په یوې غونډې کې په افغانستان کې د سرپرست حکومت جنسیتي تبعیض په کلکه وغانده، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو یې د حساب ورکولو غوښتنه وکړه او په سیاسي بهیر کې  یې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist