Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

امنیت شورا نن د افغانستان وضعيت ارزولو په اړه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن دوشنبه د افغانستان وضعيت ارزولو په موخه ناسته وکړي.

په دې ناسته کې به د امنيت شورا غړيو هېوادونو پر استازو سربېره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله او د دې سازمان د ښځو برخې ریيسه سيما باهوس او په کابل کې د يوناما مشره روزا اوتنبايووا هم ګډون ولري.

امنیت شورا د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ترهګرۍ، په ټولنه کې د افغانستان د ښځو پر مانا لرونکې ونډې او د افغان کډوالو پر وضعیت بحث د يادې ناستې د اجنډا غټ ټکي دي چې د ګډونوالو له لوري به پرې د تړلو دروازو تر شا خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې ویلي: « له دې ناستې وروسته د تړلو دروازو تر شا هم مشورتي غونډه ترسره کېږي او دغه راز به سیما باهوس او ځينې نور ویناوال د افغانستان لپاره د بشپړې ټولنیزې ونډې، برابرۍ او اساسي حقونو غوښتنه وکړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا هم ويلي، د یوناما مشره به د دوحې بهیر د راتلونکو ګامونو او کاري ډلو د ناستو په تړاو د يادې شوار غړیو هېوادونو استازو سره مالومات شریک کړي.

سرپرست حکومت بيا په ورته ناستو کې د ابهاماتو مخنيوي لپاره د خپل استازي پر موجوديت ټينګار کوي او زياتوي، له دې پرته د افغانستان په اړه کېدونکې ناستې پايله نه شي لرلی.

په قطر کې د اسلامي امارت شارژدافیر سهېل شاهین وايي: « په ټولو هغو ناستو کې د اسلامي امارت د استازو ګډون اړین دی چې په ملګرو ملتونو او نړیواله سطحه جوړېږي او د افغانستان پر مسایلو بحث کوي؛ ترڅو په دې غونډو کې د اسلامي امارت نظر، دریځ او د حل لاره وړاندې شي. په بل صورت کې به دا یوازې ناستې وي، په یو اړخیزه توګه به بحثونه کوي او واقعي حل لاره به نه شي موندلی.»

د سایسي چارو شنونکي هم د سرپرست حکومت له دې دريځ سره موافق دي او وړانديز کوي، که نړیوال غواړي د افغانستان په تړاو ناستې يې پايله ولري، ښه ده چې د اسلامي امارت استازی ور وبولي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « د افغانستان د رسمي استازي له حضور پرته د افغناستان د ستونزې په اړه د ملګرو ملتونو امینت شورا ناسته، مشروعیت او ځانګړی اغېز نه لري. ځکه چې د افغانستان د خلکو غږ نه اورېدل کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « په ټولو مسایلو باید بحث وشي، له دغو مشکلاتو سره د مبارزې لپاره څلور کاله کافي وخت و؛ له دې وروسته باید خبرې د تعامل او رسمیت پېژندنې په اړه وي او د افغانستان په داخل کې ۴۰ میلیونه نفوس لپاره خوشاله او سوکاله ژوند آماده کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ځینې نور بيا د دې برعکس باور لري چې سرپرست حکومت د افغان ولس او نړيوالو د مشروع غوښتنو په منلو سره، په نړيوال سټېج او نړيواله کچه د افغانستان په اړه کېدونکو بحثونو کې ځان ته ځای پيدا کړي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « د ښځو د کار، د نجونو د ښوونې روزنې او زده کړو ستونزه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کاري اجنډا کې ځای لري. دا د افغانستان لپاره ګټوره ده، ځکه چې افغانستان تل د ملګرو ملتونو له مرستو برخمن دی.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « باید د شته ستونزو او ننګونو د رفع کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه چې د ملګرو ملتونو له ملاتړ پرته له دغو ستونزو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په تړاو له شته ننګونو وتل ناشوني دي.»

ټاکل شوې د جون پر ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ هم د دوحې بهیر اړوند د ملګرو ملتونو دوې کاري ډلې ناسته وکړي او په کې به د نشه ‌یي توکو پر ضد پر مبارزې او د خصوصي  سکټور پر پياوړتیا تمرکز وشي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ناسته کړې وه چې په پایله کې يې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې وغځول شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist