Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

امنیت شورا د مارچ پر ۱۰ مه د افغانستان په تړاو ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/05

ملګري ملتونه په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په تړاو د یوې بلې ناستې د جوړېدو خبر ورکوي.

یاد سازمان په دې اړه د لا زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته ويلي، دغه ناسته به د روانې مارچ میاشتې پر ۱۰ مه  په امنیت شورا کې د ډنمارک پر نوبتي مشرۍ ترسره شي.

که څه هم د ناستې د اجنډا او د بحث اړوند موضوعاتو په تړاو مالومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) مشره روزا اتونبایوا د افغانستان په تړاو وینا وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « ښايي د بشري حقونو په اړه او دغه راز د ښځو د ژوند او کار او د نجونو د زده کړو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د بندیزونو په اړه به خبرې وشي او دا به وايي چې له درې نیمو کالو تېرېدو راهیسې افغان نجونې لاهم په کور ناستې دي او ښځې په ټولنیزو او مدني فعالیتونو کې برخه نه شي اخیستلی.»   

د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو ورځې وړاندې د مارچ پر لومړۍ نېټه په یوې اعلامیه کې وویل چې په پام کې لري په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځوي.

 دغه ماموریت د مارچ پر ۱۷مه نېټه پای ته رسېږي.

په ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح  الله مجاهد بیا په افغانستان کې د یوناما ماموریت ګټور نه ګڼي او وايي، دغه سازمان په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان په تړاو منفي راپورنه وړاندې کړي او پر نړیواله کچه یې ناسم مالومات خپاره کړي.

مجاهد زیاته کړې: « متأسفانه په افغانستان کې د یوناما ماموریت لکه څرنګه چې لازمه وه، هغسې اغېزناک نه و. ترکومه ځایه چې موږ وینو، تل د یوناما له آدرس منفي راپورونه د افغانستان په اړه خپرېږي او همدارنګه په ملګرو ملتونو کې هم د یوناما له خوا د ناسمو او غلطو مالوماتو ورکولو له امله د افغانستان په اړه نا سم ذهنیت موجود دی. په افغانستان کې شوي پرمختګونه، لاسته راوړنې، ثبات او امنیت هېڅ یو هم د یوناما له خوا نه دي محاسبه شوي او تل یې هڅه کړې چې منفي ټکي پیدا کړي.» 

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې ښايي په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا، بشري حقونو او د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په څېر موضوعاتو باندې تمرکز وشي.

دوی د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ورته ناستو اهمیت او اغېزو ته د شک په سترګه ګوري.

 د دوی په خبره، یاد سازمان په تېرو نږدې څلورو کالو کې ګڼې ناستې ترسره کړې، خو د پام وړ پایلې یې نه دي لرلې.

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: «  د افغانستان د ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې باید په بې طرفه توګه جوړې شي. د افغانستان کورني موضوعات او د اسلامي امارت فعالیتونه باید د خبرو او بحثونو اصلي محور وي.»        

د شنونکو سپارښتنې دا دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان په تړاو نړیوالې ناستې هغه مهال اغېزناکې تمامېدای شي چې د افغانستان عیني واقعیتونو او شرایطو ته په کتو او د سرپرست حکومت له چارواکو سره په هغمږۍ ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist