Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی

امنیت شورا د داعش ګواښونو په اړه ځانګړې ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/09

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې فبرورۍ پر ۱۰ مه  د دوشنبې په ورځ د یوې ځانګړې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی.

امنیت شورا په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه راپور په تړاو جوړېږي چې د داعش ګواښونو په اړه ترتيب شوی او ټاکل شوې د ترهګرۍ په برخه کې د نوموړي د مرستیال ولادمیر ورونکوف او د ترهګرۍ ضد کمېټې د اجراییوي ریيسې نتالیا ګرمن له لوري مخته یووړل شي.

خبرپاڼه کې راغلي، یاد دوه کسان به ناستې ته په دې وغږیږي چې د داعش ګواښ لاهم له منځه نه دی تللی او خطر یې لاهم پر خپل ځای دی.

دا د انټوني ګوټېريش شلم شپږ میاشتنی راپور دی او په کې راغلي چې لا هم د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې دننه او بهر ترهګریز ګواښونه پېښوي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د عراق او شام اسلامي دولت او خراسان څانګه افغانستان کې دننه او بهر ترهګریز ګواښونه پېښوي.»

خبرپاڼه کې د تېرې ډسمبر میاشتې پر ۱۱مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت دننه چاودنې او په کې د یاد وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني په شهادت رسېدو ته اشاره شوې او ویل شوي چې یاده پېښه دا په ډاګه کوي چې د داعش خراسان ډلې د ځپلو او امنیت په تړاو د اسلامي امارت څرګندونې تر پوښتنې لاندې راولي.

خپرپاڼه کې دغه راز راغلي، ټاکل شوې د شورا غړي خپل ټول تمرکز د سوریې پر وضعیت او په دې هېواد کې د داعش ډلې د عملیاتو پر احتمالي زیاتوالي ورټول کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د داعش کومه مساله چې دوی ډېره یادوي، واضېح خبره ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د چا په اشاره کار کوي. دوی چې د چا په اشاره کار کوي، هغوی غواړي چې داعش دلته راولي، تقویه یې کړي او د خپلو موخو لپاره ورته زمینه برابره کړي؛ له همدې امله دا اجنډا ورکوي چې دلته داعش دی، حال دا چې داعش کله هم په افغانستان پورې تړاو نه لري، نه یې افغانان مني، نه یې طالبان مني او نه هم کوم بل رژیم.»

زموږ له اړیکو سربېره اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي چې په تېرو نږدې څلور کلونو کې یې له دې پدېدې سره په کلکه مبارزه کړې او سرپورته کېدو ته یې نه ده پرې اېښې.

د سیاسي چارو شنونکي هم په افغانستان کې د داعش هر ډول پراخ حضور او د محسوس ګواښ متوجې کولو نړیوالې ادعاوې ردوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « هغومره چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی، زه فکر نه کوم په کوم بل هېواد کې د دومره ځپل شوی وي. که په بل هېواد کې ځپل شوی هم وي، د بېلګې په توګه سوریه او عراق یادولی شو، هغه د بهرنیو مرستو په زور شاید قابو شوی، تهدید شوی او له منځه تللی وي؛ خو افغانستان کې طالبانو په خپلو امکاناتو د داعش پر وړاندې مبارزه کړې او د هغوی ډېر غړي یې له منځه وړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټېرېش په راپور کې دغه راز راغلي، داعش ډلې پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړی چې په کې تري ‌ډي پرېنټرونه او مصنوعي ځیرکتیا شامل دي او د راپور له مخې ښايي دا هر څه په هېوادونو کې د نویو وسله ‌والو د جذبولو لپاره وکارېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist