Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/11

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه د شپې ناوخته د افغانستان په تړاو د یوې ناستې کوربنه وه. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ( یومانا) د سرپرستې جورجېت ګانیون د افغانستان د بشري، سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دې ناسته کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه جګړه او دواړو لورو ترینګلې اړیکې هم د اجنډا مهمه برخه وه چې د شورا یو شمېر غړو یې په اړه څرګندونې درلودې.

د هند استازي پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او په یو وخت کې یې له یوې خوا د نړیوالو او اسلامي قوانینو د درناوي خبره او له بلې خوا يې پر ملکي افغانانو بریدونه د اسلام‌اباد دوه مخیتوب وباله.

د هند استازي د ملګرو ملتونو سرمنشي د هغه راپور ملاتړ کړی چې په کې نړیوالو قوانینو ته پر درناوي، د مکلفیتونو د اداینې او د ملکیانو پر خوندیتوب په کې ټینګار شوی.

پروتانېني هرېش زیاته کړې: « هند پر افغان خاوره هوايي بریدونه په کله غندي. دا بریدونه په واضېح ډول د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو منشور، د دولتونو د حاکمیت اصل ښکاره سرغړونه ده. دا دوه مخیتوب ښيي چې له یوې خوا نړیوالو قوانینو او د اسلامي یووالي خبرې کېږي، خو له بلې خوا د روژې په مبارکه میاشت کې پر ملکي وګړو بې رحمانه هوايي بریدونه کېږي چې له امله یې د مارچ تر شپږمې پورې ۱۸۵ بې‌ګناه کسان وژل شوي چې ۵۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.»

همدارنګه روسیې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي او جګړې پر زیاتېدو خواشیني ښودلې. امنیت شورا کې د دې هېواد استازي ډېپلوماټیک مسیر ته د وضعیت راګرځېدو پر اهمیت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې مرستې او ملاتړ ته چمتووالی ښودلی.

واسلي نبنزیا ویلي: « روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او جګړو پر زیاتېدو خواشینې ده. دواړه هېوادونه سره ملګري دي، موږ سیاسي او ډېپلوماټیک مسیر ته د وضعیت د راګرځېدو پر اهمیت او ارزښت باور لرو او موږ له خپلو ملګرو هېوادونو سره مرستې او ملاتړ ته چمتو یو.»

بل پلو، د برېټانیا استازې د کړکېچ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د ستونزو پر کمېدو او د خبرو اترو د پيل غوښتنه یې کړې.

د مهارتونو، ښځو او برابریو په چارو کې د بریټانیا د دولت وزیرې هان برونیز سمېټ ویلي: « بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر زیاتېدو ژوره خواشیني ښيي. موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو پر کمېدو او د خبرو او منځګړیتوب له لارې د تعامل او خبرو اترو غوښتونکي یو.» 

د چین استازي بیا له دواړو خواوو غوښتي چې له احتیاط او زغم کار واخلي او اوربند ته د رسېدا لپاره هڅې ګړندۍ کړي. فو کونګ ویلي، هېواد یې له دې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې او راتلونکي کې به هم د وضعیت په ښه کېدو او د اړیکو پیاوړتیا برخه کې پر رغوونکي رول لوبلو ټینګار ولري.

ملګرو ملتونو کې د چین استازي دغه راز ویلي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو زیاتېدو دواړو خواوو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې. چین له دې درکه سخت خواشینی او اندېښمن دی. موږ پر دواړو لورو غږ کوو چې له احتیاط او زغمه کار واخلي، په چټګ او مناسب ډول اوربند ته ورسېږي او ټولې ستونزې او توپيرونه د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي. چین د خپلو چینلونو له لارې په فعالانه ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره منځګړیتوب کړی او دېته چمتو دی چې د وضعیت د ښه‌ کولو  او د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې رغوونکی رول ولوبوي.»

په ورته مهال، ملګرو ملتونو کې د تېر نظام استازي په دې ناسته کې له پاکستان غوښتي چې پر ملکي سیمو او بنسټونو بریدونه ودروي او دغه کړنې یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، د ملګرو ملتونو منشور او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللې دي.

د قطر لومړي له سکای نیوز سره مرکه کې له افغانستان او پاکستان غوښتي چې جګړه ودروي، خبرو ته کېني او ترمنځ اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.  شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې دوام د سیمې لپاره خطر بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist