Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا افغانستان کې د ښځو پر وړاندې لګیدلي بندیزونه وغندل

امنیت شورا افغانستان کې د ښځو پر وړاندې لګیدلي بندیزونه وغندل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/29

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پریکړه لیک کې،چې د متحده عرب اماراتو او جاپان له لورې وړاندې شوی وه، ټولو غړو افغانستان کې د ښځو پر وړاندې لګیدلي بندیزونه وغندل او په  سملاسي توګه یې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک یوه برخه:« موږ افغانستان کې د ښځو او نجونو فعاله، مساوي او مصونه ونډه غواړو او پر ټولو هېوادونو، سازمانونو او افغان واکمنانو غږ کوو،چې د هغو پریکړو په بېرته اخېستلو کې هڅې وکړي،چې ښځې له عامه ژونده حذفوي.»

ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو دایمي استازې لانا نسیبې دې پرېکړه لیک ته په اشارې ویلي، دوی به تر هغې په کراره نه شي،ترڅو افغان ښځو ته حقونو نه وي ورکول شوي.

هغې زیاته کړې:« د دې پریکړه لیک په صادرولو سره موږ د طالبانو لخوا د ښځو په اړه شوې پریکړې غندو او نه یوازې دا وروستۍ، بلکې د ټولو هغو پرېکړو بېرته اخېستل غواړو،چې د ښځو او نجونو حقونه په کې نقض شوي دي. موږ خوشحال یو،چې د دې پریکړه لیک په صادرولو کې موږ سره د افغانستان ګاونډیو، اسلامي نړۍ او ټولې نړۍ څخه ۹۰ هېوادونه یو ځای شوي دي. دا یووالي زموږ کلکه ژمنتیا ښیي،چې نړۍ به په داسې حال کې آرامه پاتې نه شي،چې افغانستان کې ښځې له ټولنې حذف شوي وي.»


ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي اشیکېن کېمېهارو بیا په ښه توګه د افغانستان ستونزو د حل لپاره د ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړې:«  دا د هېڅ لوري په ګټه نه ده،چې طالبان منزوي شي. نړیواله ټولنه باید په دې فکر وکړي،چې څنګه وکولی شي، په غوره توګه د افغانستان خلکو ستونزې حل کړي.»


ملګرو ملتونو امنیت شورا او غړو هېوادونو وروستۍ پرېکړې بشري مرستو رسولو بهیر کې د ستونزو پيداکېدو په مانا وبللې او  زیاته کړې یې ده،چې په دې توګه به مرستندویه سازمانونه او بنسټونه خپل ماموریت ترسره نه شي کړای.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک یوه برخه:« د ملګرو ملتونو ادارو ښځینه کارکوونکو باندې بندیز له نه یوازې د دوی حقونه نقض کړي،بلکې افغانستان کې به د ملګرو ملتونو ماموریت  په ګډون به اړمنو ته د بشري مرستو رسولو بهیر هم سخت زیانمن کړي. له دې بندیز سره به یوناما هم په افغانستان کې خپل ماموریت ترسره نه شي کړی.»


د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي انس حقاني بیا پر خپله  ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو وروستي پرېکړه لیک ته په غبرګون کې لیکلي:« هر هغه دریځ چې د ژور درک پر بنسټ ولاړه نه وي، مطلوبه پایله به ترلاسه نه کړي. دا به ښه وای، که د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داسې پریکړه لیکونو پر ځای د ډیپلوماټیکو او مالي بندیزونو لرې کول ارزیابي کړي وای، چې د افغانانو په ډله ییزه سزا بدلیږي، د اسلامي امارت پرانېستې پالیسي د ستونزو د حل لار ده، نه دا اقدامات.»


حقاني غوښتنه کړې، چې د پرېکړه لیکونو او بندیزونو پرځای باید د افغانستان ستونزو ته رسېدنه وشي.


د ملګرو ملتونو وروستۍ غوښتنې او غندې په اړه مو وغوښتل،چې د اسلامي امارت ویاند نظر ولرو،خو د دې ریپورټ تر نشره یې شریک نه کړ،خو وړاندې ذبیح الله مجاهد  د ښځو اړوند پریکړه داخلي مسله بللې. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist