Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

امنیتي او تصفیوي کمیسیون: پاکستان د افغانستان او سیمې نا امنه کولو پروژه عملي کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/23

د اسلامي امارات مرکزي امنیتي او تصفیوي کمیسیون د خپلو لاسته راوړنو کلنی راپور وړاندې کړ.

 دغه راپور د تېرو دوولس میاشتو پرمهال د ترهګریزو بریدونو، نشه يي توکو ضد مبارزې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تصفیې او نورو برخو کې د فعالیتونو په تړاو چمتو شوی.

په دې راپور کې راغلي، د ګاونډي هېواد له لوري د هغو پروژو مخنیوی یې کړی چې د اسلامي او جهادي حرکتونو د بدنامۍ او په افغانستان کې د رامنځته شوي امنیت د ګډوډولو لپاره د عملي کېدو په درشل کې و.

د راپور یوه برخه کې راغلي: « موږ داسې باوري اطلاعات په لاس کې لرو چې د کراچۍ او اسلام اباد هوایي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته له ځینو آسیايي او اروپايي هېوادونو خپل نوي جذب شوي افراد  را انتقالوي او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې له دې افرادو په استفادې د سیمې او نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د بریدونو هڅه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عبد الواحد فقیري وايي: « مهمه خبره دا ده چې تروریزم او مخدره مواد په سیمه کې یو ګډ دوښمن دی او له دې ګډ دوښمن سره باید ګډه مبارزه وشي. داسې نه شي کېدای چې یو پر بل یې واچوو؛ تروریزم د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټوله سیمه کې موجود دی. دا هغه مهال له منځه تللی شي چې ګډه مبارزه ورسره وشي.»

د دې کلني راپور په یوه بله برخه کې راغلي، د نورو هېوادونو ترڅنګ د یادې نیابتي ډلې مهمه موخه افغانستان و، ترڅو په خلکو کې وېره خپره کړي، خو د اسلامي‌امارت کشفي او امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې.

 راپور زیاتوي، په نیول شویو او وژل شویو وسله ‌والو کې د تاجکستان او پاکستان اصلي اتباع شامل دي.

د راپور یوه برخه: « کوم محدود بریدونه چې دوی ترسره کړي، زیاتره عاملان یې یا نیول شوي او یا وژل شوي دي. دا بریدونه ټول له افغانستان بهر طرح شوي وو او د بریدونو عاملان له مختلفو پوښښونو په استفادې له بهر نه افغانستان ته راغلي او دا بریدونه یې ترسره کړي دي. بیا هم ترسره شوي بریدونه له خارجي اتباعو په ځانګړې توګه د تاجکستان او پاکستان هېواد له اتباعو په استفادې سرته رسېدلي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د هرهېواد تاریخي مسوولیت دی چې له ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو پولو امنیت وساتي؛ په ځانګړې توګه زموږ هېواد چې د پاکستان، ایران او تاجکستان په څېر ډېرو بدو ګاونډیو سره مخامخ دی. دا چې پاکستان څه کوي، زموږ پرې غرض نه شته؛ خو په ډېر جرئت سره ویلی شم چې دویمه سوریه به ترې جوړه شي.»

د راپور په بله برخه کې د نشه ‌یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د قېمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي او د ټولو امنیتي ننګونو پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې لپاره پر ډېورنډ فرضي کرښه د برجونو، پوستو قرارګاوو او نورو تاسیساتو او تحکیماتو د جوړولو خبره شوې.

 راپور کې دغه راز ویل شوي، د پاکستان ترحاکمیت لاندې بلوچستان کې د کرل شویو کوکنارو د حاصلاتو په راټولولو کې په جبر له افغانانو او قبایلي سیمو اوسېدونکو استفاده کېږي؛ ترڅو نړۍ ته دغه سیمې د افغانستان دننه د اسلامي ‌امارت ترحاکمیت لاندې سیمې وښودل شي.

د راپور یوه برخه: « د بلوچستان په هرنايي، لورلايي، ګلستان او ګڼو نورو سیمو کې په زیاته پیمانه کوکنار کرل شوي. هلته له مېشتو افغان مهاجرو څ د کښتګرو، نیښ وهونکو او پروسېس کونکو په توګه کار اخیستل کیږي چې ښايي بیا یې نړۍ ته د افغانانو په نوم تصویر وښودل شي او نړۍ په افغانستان بدګمانه کړي. د دې لپاره چې د ټولو امنیتي ننګونو پر ضد اغېزمنه مبارزه ترسره شي، اسلامي امارت په خپلو رسمي پولو او ډېورنډ  فرضي کرښه د پوستو، د څار برجونو، قرارګاوو او نور استحکاماتو جوړولو ته ځانګړې توجه کړې او په دې برخه کې زیات کار شوی دی.»

د پوځي چارو شنونکی  اختر محمد راسخ وايي: « په بلوچستان کې چې د کوکنارو کوم کښتونه دي، له هغو ویډو اخیستل کېږي او بیا نړۍ ته وړاندې کېږي چې دا په افغانستان کې کرل شوي. زه په دې ډاډه یم چې طالبانو په دې برخه کې خورا چټک ګامونه پورته کړي، د نشه يي توکو کښت یې صفر ته رسولی او د قاچاقبرانو پر وړاندې یې مبارزه کړې.»

له دې سربېره د راپور په پای کې راغلي چې له امنیتي او دفاعي لیکو د نامطلوبو او مفسدو افرادو د تثبیت او اخراج په برخه کې هم امنیتي او تصفیوي کمیسیون او د امنیتي او دفاعي ارګانونو ځانګړي تشکیلات د پام وړ لاسته راوړنې لري.

راپور وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې ګڼ شمېر نامطلوب کسان چې د هېوادوالو په ځورولو یا بېلابېلو جرایمو کې ښکېل وو، تثبیت او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو ایستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist