Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا پاکستان ته؛ د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړئ

4972CR-NIGER-SECURITY_USA_ROUGH_CUT_O_

امریکا پاکستان ته؛ د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/20

په کور دننه او بهر پر افغانستان د پاکستان د دوشنبې شپې هوايي بريدونو پراخه غندنه له دې کبله دوام لري، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا پر نقضولو سربېره په کې ملکي وګړي پر نښه شوي دي.

امریکا هم د پاکستان له لوري په ترسره شویو يادو بريدونو کې د ملکيانو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره، عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتل تائيد کړي.

امريکايي چارواکو وضعيت ته په کتو له کابل او اسلام‌اباد د زغم غوښتنه کړې او په ځانګړې توګه يې پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرۍ ضد عملياتو په پلمه په خپلو تحرکاتو کې د ملکي وګړو خونديتوب ته پام وکړئ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانټ پټېل وايي:« له افغانستان سره په ګاونډ شمالي وزیرستان کې د یوه برید په لړ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په افغانستان کې د هوايي برید په پایله کې د ولسي وګړو پر وژل کېدو ژور خواشینې یو. موږ پر طالبانو غږ کوو، چې ډاډ ترلاسه کړي د افغانستان له خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه کېږي او له پاکستان غواړو، چې له زغم څخه کار واخلي او ډاډ ترلاسه کړي، چې د دوی د ترهګرۍ ضد هڅو کې ملکي وګړو ته زیان نه رسېږي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ویلي، چې د افغانستان پر خاوره د دوشنبې سهار په بریدونو کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې د یوه قوماندان حافظ ګل بهادر ډله په نښه شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې وسله‌والو ډلو له هغې ډلې ټي‌ټي‌پي پر پاکستان د بریدونو لپاره تل له افغان خاورې استفاده کړې.

د اعلامیې یوه برخه:« د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د پکتيکا او خوست ولايتونو پر يو شمېر برخو د دې هېواد هوايي بريدونه تائيدوي. د دې بريدونو اصلي موخه له حافظ ګل بهادر ډلې سره تړلي ترهګر وو، حافظ ګل بهادر ډله له تحريک طالبان پاکستان سره يو ځای د پاکستان په خاوره کې د ګڼو وسله والو بريدونو او د سلګونو ملکي او نظامي وګړو د وژنې مسووله ده.»

خو تحريک طالبان پاکستان بيا د عبدالله شاه په نوم د خپل هغه قوماندان ويډيويي پيغام خپور کړی، چې پاکستان يې په هوايي بريدونو کې په نښه کولو ادعا کړې.

عبدالله شاه په دې پيغام کې خپل موقعيت سوېلي وزیرستان ښيي او د پاکستاني ادعاوې پروپاګنډ بولي چې ګواکې نوموړی په افغانستان کې دی.

اسلامي امارت د پاکستان دا بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او غیرې سنجیده اقدام بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان باید په خپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول ناتواني او د ستونزو پړه دې پر افغانستان نه اچوي، ځکه د دوی پر باور دا کار بدې پايلې لرلی شي.

هغه زیاته کړې:« اوس هم د افغانستان دغه درېځ دی، چې خاوره  یې نه د چا پر ضد کارول شوې او نه د کارول کېدو اجازه لري. اسلامي امارت په دې اړه خپل مسوولیت ادا کړی او نور هېوادونه هم باید بهانه جويي ونه کړي او په ناسمه توګه د افغانستان له حریم سره بې احتیاطي ونه کړي چې بیا به ګرانه تمامه شي.»

د سیاسي او نړۍوالو اړیکو کارپوهان د پاکستان وروستی تېری د ټولو نړیوالو نورمونو او قوانینو خلاف عمل بولي او زیاتوي، پاکستان دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري ځکه د دوی په باور یې افغانان بیا د ملي ګټو او خاورې باندې تېری هېڅکله نه زغمي.

سرچینې وایي وايي، له تېرې شپې راهيسې پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له پاکستاني لوري سره د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو نښتې درېدلې دي.

سرچینې زیاتوي،د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې جګړه، د پاکستاني لوري او قومي مشرانو په منځګړيتوب درېدلې، خو په نورو ولايتونو کې د جګړې درېدلو لامل لا نه دی روښانه، د مالوماتو پر اساس چې د اسلامي امارت ځواکونه لا هم د تيارسۍ په حالت کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist