Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو کې بریالۍ نه ښکاري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/18

امریکا له طالبانو سره سوله کې وروستۍ هوکړې ته، رسېدو کې بریالۍ نه ښکاري.

تحلیل کوونکي وایي،امریکا اوس د ټاکنو پروسه رامخکې کړې او په دې سره یې دا مسله هم په انحصار کې اخیستې ده.

امریکا افغاني الاصله ډیپلوماټ زلمي خلیل زاد ته د افغان سولې ماموریت ورکړی و هغه ماموریت چې وسلوالو طالبانو سره په شپږه پړاوه اوږدو جنجالي خبرو کې د کومې هوکړې په لاسلیک بریالی نه شو.

اوس خلیل زاد د افغان حکومت لومړۍ غوښتنې باندې تمرکز کړی چې ټاکنو ته باید چمتوالی ونیول شي، خو پوښتنه داده چې ولې هرځل د سولې او ټاکنو برخو کې ټوله تمه یوازې او یوازې زلمي خلیلزاد ته کېږي؟

شنونکی  یونس فکور داسې وایي (( د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی او طالبان خبرې کوي، خو افغان حکومت تر ډېره خبر نه وي، نو ځکه د خلکو سترګې خلیلزاد ته دي، چې کله او څنګه به طالبانو سره جوړ جاړي ته رسیږي.)) 

امریکا باور ښوولی و چې له ټاکنو مخکې به له طالبانو سره د سولې خبرو کې بریالي کېږي خو داسې ښکاري چې په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې په یو ډول سبوتاژ شوي دي.

امریکا ته د زیاتې تمې بل لامل دا ښوول کېږي چې افغان حکومت خپل باور په سیاسیونو کې بایللی دی.

امریکا د افغان حکومت تمویلونکی ملګری دی او د دوی رول د افغانستان او سیمې په مسایلو کې غوښن دی نو ځکه یې اړتیا ډېره لیدل کېږي او د امریکا پرته د سولې او سیاسي پروسې بریا نا ممکنه ده.

ټینګار کېږي چې افغان حکومت باید د امریکا او نړۍ پر وړاندې روښانه سیاست ولري چې په ډېرو وړو مسایلو باندې تغییر ونه کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist