Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا طالبانو سره د پخلاینې خبرې خلاصې او مړې وبللې

admin by admin
2019/09/10

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره خبرې مړې بللي چې نورې پای ته رسیدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې خبرو له درېدو وروسته په تازه څرګندونو کې په لږ توپیر ویلي طالبانو سره د پخلاینې خبرې مړې دي او په وینا یې چې دې ډلې سره د امریکا خبرې نورې پای ته رسېدلې، هغه خبرې چې زیاته تمه کېده په یوې هوکړې بدلې او اعلان شي.

له دې سره روسیه دې وضعیت ته اندیښنه ښودلې او د خبرو د بيا پیل لپاره چمتو ده امریکا سره خبرې وکړي.

د ټرمپ له دې دریځ سره د طالبانو خواخوږي امریکا د جګړې تر څنګ سیاست کې ماته بولي چې له مسوولیت یې تېښته وکړه.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ داسې ویلي (( د سولې خبرې مړې شوې دي. څومره چې زه پوهیږم دغه پروسه نوره مړه ده. هغوی فکر کوي چې د خلکو په وژلو سره ځان د مذاکراتو په ښه موقف کې ساتلی شي، هغوی ۱۲ کسان وژلي دي. یو یې پیاوړی امریکايي سرتیری و، تاسو له موږ سره داسې نشئ کولای.))

خو د امریکایي ولسمشر څرګندونې په دې مانا بلل کېږي چې امریکا د جګړې په څېر په سیاسي ډګر کې هم ماته خوړلې او اوس امریکا غواړي له افغانستان څخه په غیر مسولانه توګه ووځي.

پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ټینګار لري، که امریکا له افغانستان وځي، باید په مسوولانه ډول ووځي.

اسلام اباد کې د طالبانو د وخت سفیر سلام ضعیف ویلي (( دا چې طالبان به بیا امریکا سره خبرې کوي یا نه کوي، زه فکر کوم خبرې نهايي شوې دي، اوس امریکا کوښښ کوي، چې په غیر مسوولانه ډول له افغانستان څخه ووځي په دې خاطر چې دوی کوم مسوولیت له ځانه سره  وانخلي.))  

روسیه چې طالبانو سره له نږدې اړیکې لري افغانستان لپاره یې استازی باور لري چې دا وضیعت په دې ډول نه شي پاتې کېدای او روسیه به له امریکا سره په دې اړه خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د روسې استازی ضمیر کابلوف داسې وايي  ((اوس مهال د سولې په تړاو د خلکو احساسات لوړ شوي، په داسې حالت کې به د جګړې غږ کول دغه هیلې راکمې کړي. خو موږ هیله لرو چې دغه حالت به ډير دوام و نه کړي، موږ هیله لرو چې دا پروسه به مخ ته ولاړه شي او بریالۍ به شي.))

د امریکا د سې ای ای پخوانی مشر چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو مخالف دی د ولسمشر ټرمپ له دریځ یې ملاتړ کړی چې هغه د سولې په اړه یوه ښه پرېکړه کړې ده.

د سي آی ای پخواني مشر ډیوېډ پېټریوس داسې ویلي  ((باید په یاد ولرئ چې دا د سپټامبر د ۱۱مې نیټې وخت ته نږدې بریدونه وو چې پر طالبانو کیدل. که تاسې دې خبرې ته یو ځل بیا فکر وکړئ، ولسمشر طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو ډیره سمه پریکړه کړې ده.))

خو د امریکا د مرکزي قومندې قومندان بیا ویلي، چې ځواکونه به یې افغانستان کې د وسلوالو پرضد خپل عملیات تیز کړي او اجازه نه ورکوي چې په دې برخه کې سیالۍ ګټل نورو ته پرېږدي.

د مرکزي قومندې جنرال کېنټ مکېنزي داسې ویلي  (( امریکايي پوځ به په افغانستان کې خپل عملیات لا چټک کړي. دغه عملیات به د ترهګرو پر ضد وي. موږ تر دې وروسته ارام نه کینو ، موږ هیڅوک نه پریږدو چې خپله جوړه کړې سیالي خپله وګټي، دا به هیڅکله و نه شي. ))

طالبانو د امریکایي ولسمشر د خبرو وضاحت غوښتی دی، خو په عین وخت کې یې په جګړې ټینګار کړی چې جنګیالي به یې بهرني ځواکونه په هرځای کې په نښه کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist