Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د افغانستان په اړه د امنیت شورا له وروستي پرېکړه لیکه هرکلی کړی

Security Council meeting Maintenance of international peace and security Vote

امریکا د افغانستان په اړه د امنیت شورا له وروستي پرېکړه لیکه هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/30

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې وړمه ورځ د افغان ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت له لوري لګېدلو بندیزونو په تړاو ناسته ترسره شوه او د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره یې په غوڅ اکثریت دغه بندیزونه وغندل.


 په دې ناسته کې د امنیت شورا غړو هېواد په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه،چې د اسلامي امارت له لوري پر افغان ښځو د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې به چپه خوله پاتې نه شي.

له دې ناستې ورسته د افغانستان په قضیه کې ښکېل د امریکا یوشمېر چارواکو د امنیت شورا خپره شوې اعلامیه ستایلې ده.


افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټوماس وېسټ د امنیت شورا له پرېکړې هرکلی کړی او په یوه غږ یې د افغان ښځو د کار او زدکړو په تړاو د یادې شورا د ګډ دریځ ستاینه کړې.

وېسټ زیاته کړې:«د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک په غوڅ اکثریت د افغانستان د ښځینه وو پر وړاندې چې د افغانستان نیمايي نفوس جوړوي لګېدلي بندیزونه په کلکه غندي. ویاړم،چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې داسې یووالی وینم.»


په ورته وخت کې د افغانستان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا له وروستي پرېکړه لیکه د ملاتړ ترڅنګ، د اسلامي امارت له لوري پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه او دوام غندنه کړې او یاد بندیزونه یې ظالمانه بللي دي.

هغې زیاته کړې:« موږ باید د ټولو افغان ښځو چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او په ټولنه کې  د مانا لرونکي شمولیت لپاره غږ پورته کوي ملاتړ وکړو. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک،چې پکې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې یې د سختو بندیزونو لګول غندي؛ په دې برخه کې زموږ د روښانه او ګډ دریځ ښکارندویي کوي. موږ ته د طالبانو له لوري د افغانستان د نیمايي نفوس پر حقونو لګېدلي بندیزونه هېڅکله د منلو نه دي. طالبان باید پر دغو ظالمانه بندیزونو له سره کتنه وکړي.»


دغه راز د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د امنیت شورا له وروستي پرېکړه لیکه هرکلی کړی دی.

هغه زیاته کړې:« زه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک هرکلی کوم. دغه پرېکړه لیک په ټوله کې د افغانستان او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تړاو نړیوالې غوښتنې منعکسوي. دا ډېره اړینه ده،چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د تعامل په برخه کې د تګلارې جوړولو پر څرنګوالي کار وکړي،د دې لپاره قطر کې جوړېدونکه ناسته یو ښه فرصت دی.»


خو بل پلو  د سیاسي چارو شنونکي بیا تېرو ناستو پایلو ته په کتو د یادې ناستې پایلو ته هم د شک په سترګه ګوري او باور لري،چې ورته ناستې چې له دې مخکې هم ترسره شوي،خو دا چې ډېری په درېیم هېواد کې دي او د اسلامي امارت له حضور پرته ترسره شوي له همدې کبله یې محسوسې پایلې یې نه دي لرلي.


امریکايي چارواکي داسې مهال افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل خبره کوي،چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد په قطر کې د افغانستان په تړاو د ناستې جوړېدو خبر ورکړی او دایې وویل،چې ښايي په دې ناسته کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په تړاو هم خبرې ترسره شي،چې د نوموړې دغه څرګندونې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist