Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

امریکا خپلو وګړو ته؛ افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/31

په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه له اندېښنو وروسته، د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له  خپلو وګړو غوښتي، چې افغانستان ته ولاړ نشي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو د زیاتوالي، نیونو، نارامیو، اختطاف او نورو جنایتونو د پېښېدو احتمال شته او له همدې امله دې امريکايي وګړي د ځان خونديتوب لپاره دغه هېواد ته سفر نه کوي.

یاد وزارت د دغه خبرداري لامل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او په احتمالي توګه د امریکایي وګړو تښتول او د سرپرست حکومت له لوري يې نيول ښودل شوي.

د خبرپاڼه یوه برخه:«  د ترهګرۍ، په تېروتنې سره د نیونې ګواښ، مدني ناکراریو، اختطاف او جرمونو له کبله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ. په دې هېواد کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي. له همدې کبله امریکايي اتباع د اختطاف او یرغمل کېدو له ګواښ سره مخ دي. طالبانو هلته مرستندویه او بشري کارکوونکي ځورولي او بندیان کړې يې دي. د بهرنیو اتباعو فعالیتونو ته ښايي د شک په سترګه وکتل شي او د توقیف لاملونه یې ښايي ناڅرګند وي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د سفارتي او  کونسلي چارو د ځنډېدو له امله ښايي د ستونزې پرمهال خپلو اتباعو ته پر وخت رسېدنه ونه شي کړای.

خو سرپرست حکومت د امریکا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي، چې په افغانستان کې هېڅ  بهرني وکړي ته ګواښ متوجي نه دی.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین وايي:« هېڅ بهرني وګړي ته چې افغانستان ته د سیاحت لپاره راځي او یا له اصولو سره سم په غیر دولتي موسساتو کې کار کوي ګواښ نه شته دی. ټول د شته قوانینو په فضا کې تګ راتګ کولی شي. »

په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان وایي، امريکا ته په دې اړه ورکړل شوي مالومات ناقص دي او په خبره يې ورته چلن ښکاره کوي، چې امریکا لاهم له افغانستان سره عقدوي سياست ته دوام ورکوي او په لړ کې يې خپلې ګټې هم تعقيبوي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« په ډېر تاسف سره چې د امریکانو استخباراتي منابع کوم چې دوی ته د افغانستان اړوند راپورونه ورکوي، له حقایقو سره سر نه خوري.»  

له دې وړاندې جرمني، اسټرالیا، روسیې او بریټانیا هغه څلور هېوادونه  دي، چې د امنیتي ګواښونو له امله یې له خپلو وګړو غوښتي، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist