د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې کې د امریکا او هند بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په کلنۍ غونډه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد ونه کاروي.
خبرپاڼه کې ویل شوي د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د خپلو بهرنیو هېوادونو تر منځ په پنځمه کلنۍ ګډه ناسته کې له اسلامي امارت غوښتي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي.
د هند او امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو پنځمه کلنۍ ګډه غونډه پرون د جمعې په ورځ د هند په نوي ډیلي کې ترسره شوه.
امریکا او هند له اسلامي امارت دا غوښتنه داسې مهال کوي، چې اسلامي امارت په وار وار د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.