Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا او قطر د افغانستان په اړه خبرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/02

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغې پر ۱۲مه» سپینه ماڼۍ کې د قطر له امیر  تمیم بن حماد الثاني سره لېدلي دي. 

دغې ناسته کې چې د افغانستان په اړه هم بحثونه شوي،بېلا بېل غبرګونونه لري.

که څه هم د ناستې جزئیات ډېر رسنیز شوي نه د ي،چې د افغانستان په اړه دواړو خواوو په څه توافق کړی،خو له افغانستانه د زرګونو افغانانو په وتلو کې یو له بل یې مننه کړې ده.

د امریکا  ولسمشر   جو بایډن وايي:« موږ له قطر سره ډېره غوره همکاري لرو او دغه همکاري مو تېر کال لا زیاته پیاوړې شوه،چې له افغانستانه د سلګونه زرو افغانونو د تخلیې په پروسه کې یې له موږ سره مرسته وکړه. موږ له قطر هېواد منندوی یو.»

د قطر امیر تمیم بن حماد الثانيوايي:« موږ ویاړو،چې له تاسې سره په سیمه کې داسې پیاوړې همکاري لرو او هغه څه چې موږ په افغانستان کې په ګډه وکړل، پر دغه ګډه همکارۍ هم ویاړو. موږ پر دې هم ویاړو،چې په بریالۍ توګه مو د زرګونه کسانو د اېستلو لړۍ په بریالۍ توګه مخ ته یوړه.» 

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د قطر امیر په داسې حال کې یو له بل سره لېدنه کوي،چې امریکا په بشپړ دول له افغانستانه وتلې او افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسېدلی دی. 

قطر چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د سولې په خبرو کې مهم رول لوبولی، اوس هم د ناټو له چوکاټ بهر د امریکا تر ټولو باوري هېواد بلل کېږي او له څو میاشتو راهیسې یې په افغانستان کې د امریکا سفارت د کونسلي چارو او ديپلوماتیکو ګټو مسوولیت منلی دی.

کارپوهان اندېښنه لري،چې د امریکا او قطر ترمنځ همکاري به اسلامي  امارت ته په یو سرخوږي واوړي. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« قطر په سیمه کې له عرب اماراتو او سعودي عربستان  سره متضادې ګټې پالي،چې طالبانو ته سرخوږی کېدای شي. د طالبانو او قطر ترمنځ اړیکې نورې هم پېچلې کېږي. قطر د امریکا د ګټو پالونکی هېواد دی، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ به بې باوري راولي.» 

اخوا خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي، قطر د افغانستان په قضیه کې بې پرې هېواد پاتې شوی او د امریکا ولسمشر سره د قطر د امیر لیدنه به پرافغانستان د امریکا لخوا پر لګېدلو بندیزونو اغیز ولري.

اکبر اغا زیاته کړه:« هغه قیودات او شرایط چې امریکا وضعه کړي امریکا ورته خپل تعبیر وضعه کړی. ښه ده،چې دا معتبر ونه ګڼل شي  افغانستان یو خپلواک ازاد هېواد دی او اوسني وخت کې د طالبانو تسلط او حاکمیت راغلی دی. زه فکر کوم،چې قطر به ورسره په دې اړه خبرې کړې وي.» 

قطر اوس هڅه کوي،چې د کابل هوایي ډګر چارې پر غاړه واخلي.  اوس کارپوهان ټینګار کوي،چې طالبان باید له دې هېوادونو سره د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې مخکې لاړ شي، او هغو شرایطو ته دې هم غاړه کېږدي،چې د نوي نظام د نړیوالو مشروعیت ترلاسه کولو لپاره مهم دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist