Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا افغانستان کې د خپل ماموریت  دوام لپاره نوې شارژدافیره ټاکلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/26

یو کال وړاندې په افغانستان د اسلامي‌امارت بیا ځلې واک ته رسیدو سره سم د امریکا په ګډون ګڼ شمیر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل. 

له دغې ډلې هېوادونو امریکا خپل سفارت قطر ته انتقال کړ،خو فعالیت یې هغسې نه وو، لکه څرنګه یې چې اړتیا لیدل کېده.

اوس تازه کابل کې د امریکا سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه خبر ورکړی دی،چې افغانستان کې د خپل ماموریت دوام په موخه یې نوې شارژدافیره کرن ډیکر ټاکلې او یاد کار یې له افغانانو سره د ژمنتیا او مثبتو اړیکو ساتلو په موخه کړی دی.

یاد سفارت زیاته کړې:«د شارژدافیرې په توګه د کرن ډیکر ټاکنه دافغانستان له خلکو سره د امریکامتحده ایالاتو د دوامداره ژمنتیا او د مثبتو پایلو یوه بله نښه ده،چې دوی یې مستحق دي.» 

کرن ډیکر چې افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره نوې مشره ټاکل شوې، پر خپله ټویټر پاڼه یې نوې دندې ته خوښي ښودلې او ویلي یې دي، اوسنیو چارواکو سره به د خبرو اترو هڅه وکړي او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره به کار کوي.

ډیکر زیاته کړې:« زه ویاړم،چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو د ماموریت مشري کوم. زه د افغانستان له استازو او اتباعو سره خبرو ته چمتو یم او صادقانه او ازادو اړیکو ته سترګې پر لاره یم. د هغو پروګرامونو ملاتړ کوم،چې د بشري حقونو او په ځانګړې ټوګه د ښځو او نجونو حقونو ته وده ورکوي.» 

که څه هم اسلامي امارت او امریکا یو بل د دوحې له تړونه پر سرغړونه تورنوي او اړیکې له همدې امله ترینګلې دي،خو  د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، امریکا اصلا افغانستان نه دی هېر کړی او هڅه کوي،ورسره مستقیمې اړیکې وساتي.

د افغانستان د نوي سرپرست حکومت له یوه کال زیات وخت تیریږي،خو لا هم هیڅ کوم هېواد پر رسمیت نه دی پیژندلی او نه یې کومه لېوالتیا ښودلې ده.

شنونکي وايي، امریکا چې د نړۍ یو زبرځواک هېواد دی،په دې کار سره به د نورې نړۍ پام هم افغانستان ته واړوي او خپلو ډيپلوماټيکو اړیکو ته به دوام ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist