Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/05

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت د رسنیو د آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې افغانستان کې د خبریالانو او آزادو رسنیو په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده،چې په سیسټماټیک ډول د طالبانو له خوا ځپل کیږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښځینه خبریالانو او د لرې پرتو سیمو خبریالان د هغو له ډلې دي،چې د طالبانو لخوا تر ټولو ډېر اغیزمن شوي دي.

د می میاشتې درېیمه،چې د رسنیو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده،په مناسبت یې کابل کې د امریکا متحده ایالتو سفارت ویلي،خبریالان که څه هم له لویو ګواښونو سره مخ دي،خو بیا هم له جنګي سیمو راپورونه ورکوي.

کابل کې د امریکا محده یاالتو سفارت وايي:« خبریالان خپل ژوند په ګواښ کې اچوي، د جګړې له سیمو راپور ورکوي او د ځورونې،ډارولو، تاوتریخوالي او زندان سره مخ دي. د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیواله ورځ کې، موږ باید د ژورنالیستانو او د بیان آزادۍ د ساتنې لپاره هوډ وکړو.»

اخوا ملګرو ملتونو هم د رسنیو آزادي د دیموکراتیکو ټولنو اساس بللې او ټینګار یې کړی دی،چې له یادې آزادۍ پرته بله آزادي نه شته دی.

ملګري ملتونه :« د بیان او رسنیو له ازادۍ پرته رښتینې ډیموکراټيکې ټولنې نه شته دی. د بیان له ازادۍ پرته بله هېڅ ډول ازادي او خپلواکي وجود نه لري.»

کابل کې د اروپایي ټولنې دفتر هم د رسنیو آزادۍ نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي،پر نړیواله کچه د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي او هڅه کوي،چې د دوی پر وړاندې د محدودیتونو مخه ونیسي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر:« د بیان د ازادۍ پر نړیواله ورځ، اروپايي ټولنه پر نړیواله کچه له ټولو ژورنالیستانو خپل ملاتړ اعلان کوي او هڅوي یې،چې د سانسور او محدودیت پر وړاندې مبارزه وکړي. هېڅ ډول ملي ګټې د نظر د ازادۍ او د رسنیو د ازادیو مخه نه نیسي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح مجاهد افغان خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی رد کړی او ویلي یې دي، رسنۍ د دوی له امله نه بلکې د بهرنیو تمویلوونکو د نه شتون له امله تړل شوي دي.

افغانستان کې د رسنیو آزادۍ په تړاو داسې مهال خبرې کیږي چې افغان خبریالان مالوماتو د نه لاسرسی څخه شکایت کوي او ګواښ یې کړی چې ښایي ډیری رسنۍ د همدې ستونزې له امله خپل فعالیتونه ودروي.

د بې پولو خبریالانو وروستی شمېرې ښیي،چې په افغانستان کې د   اسلامي امارت له واکمن کېدو راوروسته ۶ زره او ۴۰۰ خبریالانو دندې له لاسه ورکړي او نږدې ۴۳ سلنه رسنۍ تړل شوي دي.

د یاد بنسټ شمېرو پر بنسټ ۸۰ سلنه افغان ښځینه خبریالانې هم په همدې موده کې بې دندو شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist