Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا پاکستان ته؛ د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړئ

4972CR-NIGER-SECURITY_USA_ROUGH_CUT_O_

امریکا: افغانستان کې د بشري حقونو تامین مو د پالیسۍ مهم اصل دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/19

افغانستان کې د بشري حقونو نقض په اړه د اندېښنو په دوام سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال  وډانټ پټېل په یوه خبرې کنفرانس کې خبریالانو ته ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو مساوي حقونه یې د پالیسۍ له لومړیتونو څخه یو مهم اصل دی.

 د پټېل په خبره، اسلامي امارت به تر هغه وخته پر رسېمت سره ونه پېژنې چې د ښځو او نجونو حقونه یې نه وي تامین کړي.

هغه زیاته کړې:« هو! موږ ته په افغانستان کې د ښځو او نجونو مساوي حقونه د اصولو بنسټېزه برخه ده ،چې په منظم ډول دغه موضوع  له اړونده چینلونو څخه تعقیبوي، د افغانستان د پالیسۍ په تړاو دا مساله د امریکا لپاره یو اساسي فکټور دی او دا هغه څه دي چې موږ ټول باید ورته مسوول واوسو.»

 د اسلامي امارت  د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته په غبرګون کې  وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه په بشپړه توګه خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

فطرت وايي:« د ښځو حقوقو په تړاو د نړیوالو دغه  اندېښنې او ادعاوې بې بنسټه بولو. د افغانستان اسلامي امارت له لوري ښځو ته ټول هغه حقوق چې اسلامي شریعت ورکړي، ورکول کېږي، بله دا چې ښځې د افغاني ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي، دا مهال په بېلابېلو برخو کې ښځې پر کار بوختې دي.»

له دې مخکې هم امریکایي چارواکو ویلي ول، که پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لیري نه شي، د کابل او نړۍ اړیکې به عادي نه شي.

 د سیاسي چارو کارپوهان هم د ښځو او نجونو د کار او زده کړو مساله د سرپرست حکومت له کاري لومړیتوبو ګڼي چې باید د شریعت په چوکاټ کې یې حقونه خوندي شي.

 د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د ښځو حقوقو موضوع په حقیقت کې د افغان مېرمنو هغه ستونزه ده چې باید په کوردننه حل شي. د بهرنیانو خواخوږي، رېښتینې نه ده، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د کلېوالو ښځو لپاره هغه حقوق ورکړل شول، کوم چې دوی ورته احتیاجې وې، نه یې زامن شهیدان کېږي، نه یې پر کلیو بمبار کېږي او نه هم د بهرنیانو په زندانونو کې بندیانې دي. ولې د ښاري ښځو لپاره د ښوونځیو تړل هغه ستونزه ده، چې په حقیقت کې ټول افغان ولس په ځانګړي ډول ښځې  او نجونې پرې ځورېږي. زموږ د راتګ یو هدف همدا وه چې موږ د اسلامي امارت له مشرتابه سره په جدي توګه دا ستونزه د افغاني ستونزې په توګه مطرح کړو او ترې وغواړو، چې د شریعت په چوکاټ کې باید د نجونو ښوونځيو ستونزه ژر تر ژره حل شي.»  

نږدې درې کاله کېږي، چې  د افغان نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته او د پوهنتونونو دروازې تړل شوي، چې د سرپرست حکومت دغې پریکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist