Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/11

امریکا افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ چې په کې بهرني وګړي برمته کېږي یا په ناسمه توګه نیول او توقيف کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې لاهم په افغانستان کې د یو شمېر بندي امریکايي وګړو برخلیک ناڅرګند دی.

مارکو  روبیو زياته کړې، واشنګټن به د افغانستان په ګډون په ټولو هېوادونو کې د بندي امریکايانو راخوشې کولو هڅې دوامداره وساتي. نوموړي پر اسلامي امارت تور پورې کړی چې د بهرنیو وګړو په نیولو او بندي کولو سره سیاسي امتیاز تر لاسه کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې : « زموږ ماموریت په تېر او راتلونکي کې همدا دی چې هغوی ټول بېرته کورونه ته را وګرځوو. د ولسمشر ټرمپ په رهبرۍ موږ تر هغې نه درېږو چې په ناحقه بندي شوي امریکایان را ونه ګرځوو.»

 له دې سره هم‌هماله، د بندیانو په چارو کې د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، دامهال په افغانستان کې درې امریکايي وګړي بندیان دي او واشنګټن یې د راخوشي کولو لپاره قاطع دریځ لري.

د بندیانو په چارو کې د امریکا ولسمشر استازی اډم بویلر ویلي: « موږ طالبانو ته ویلي چې د برمته نیولو پالیسي د منلو نه ده او په دې کې موږ جدي یو. نن موږ افغانستان د ناحقه توقيف د ملاتړ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ. توقيف به سختې پایلې ولري. موږ هغو نورو هېوادونو ته هم خبرداری ورکوو چې په ورته کړنو کې ښکېل دي.»

د دې ترڅنګ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي هم په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو پر راخوشي کولو ټينګار کړی. د مایک ولټز په خبره، واشنګټن د امریکايي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي.

دلته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بیا د امریکا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون کې وايي، هېڅ بهرنی وګړی یې د معاملې لپاره د وسیلې کارولو په توګه نه دی نیولی.

بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن دا پرېکړه خواشينوونکې بولي او ټينګار کوي چې ورته مسایل د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د حل وړ دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل وايي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه  چې افغانستان یې د «ناسم توقیف» د ملاتړي دولت په توګه نومولی، د تأسف وړ بولي.د افغانستان حکومت څرګندوي چې د هېڅ هېواد اتباع د معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي. ځيني کسان د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي چې په ډېری مواردو کې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته په عادي ډول خوشي شوي دي.»

بله خوا، د چارو شنونکي د نورو هېوادنو په قوانینو او پالیسو کې د امریکا ښکېلتیا له نړیوالو نورمونو څخه د واشنګټن ښکاره سرغړونه ګڼي. د دوی په خبره، امریکا د خپلو ګټو لپاره هر ډول نړیوال اصول نقض کړي.

د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « څوک چې دلته بندي شوي، حتمن یې قضیه او دوسیه لرله. د افغانستان اسلامي امارت باید د یوه حکومت په توګه هغوی نیولی وای، څېړنې یې ترې کړې وای او د جرم د اثبات په صورت کې بندي شوی وای.»

د راپورونو پر بنسټ امریکا په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا نیول شوي امریکايي وګړي د ډینس کویل او محمود شاه حبیبي په ګډون درې تنه یاد کړي چې اسلامي امارت یې د توقيف په اړه لا څه نه دي ویلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist