Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا اسلامي امارت ته؛ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې چلن نرم کړئ

امریکا اسلامي امارت ته؛ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې چلن نرم کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/10

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وايي، تر هغو به د اسلامي امارت نړیوال مشروعت ستونزمن وي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلو سخت دریځو کړنو ته دوام ورکوي.

مېلر یو ځل بیا اسلامي امارت ته ور ياده کړې چې د افغانانو او په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو د نقض دوام به یې نړیوال تعامل ته رسېدل سخت کړي.

د مېلر په خبره، اسلامي امارت د نړیوال رسمیت په لټه کې دی، خو دا چې دوی پر ښځو او نجونو فشار ته دوام ورکوي، دغه کار يې ستونزمن کړی دی.

هغه په دې اړه وايي: « کله چې موږ وایو بشري حقونه، نو مانا یې دا ده چې زموږ لپاره دغه څه تر ټولو ډېر مهم او د ارزښت وړ دي او له طالبانو سره مو اړېکې او تعامل هم په دې ټکي ولاړ دي. که له طالبانو سره تعامل هم کوو، نو اساسي ټکی به په کې د بشري حقونو خوندیتوب وي. په دې کې د مظلومو ښځو او نجونو د کار او زده کړو بحث مهم اړخ دی. موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره پر ګډه کار کوو، ترڅو پر طالبان فشار راوړو او ویې هڅوو چې خپلې پرېکړې بېرته واخلي. زه بیا هم وایم، له طالبانو سره زموږ اړېکې په افغانستان کې له بشري وضعیت، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له چلن سره تړلې دي. طالبان باید نجونو ته د زده ‌کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي او پر وړاندې یې شته محدودیتونه لرې کړي.»

مېلر د خپلو خبرو په دوام وايي، که اسلامي امارت خپلې پرېکړې او سلوک بدل نه کړي، نو امریکا به په هغه سترګه ورته ګوري لکه څنګه چې یې واک ته له رسېدو وړاندې کتل.

هغه زیاتوي: « زه باید په واضحو ټکو ووایم چې د طالبانو پر وړاندې زموږ دریځ لا هم نه‌ دی بدل شوی. څنګه چې دوی ته د یوه نړیوال وسله ‌وال سازمان په سترګه کتل کېږي، نو موږ یې منو؛ ځکه دوی لا هم په افغانستان کې بشري وضعیت ته پام نه کوي او زموږ اړیکې او تعامل له دوی سره د بشري حقونو مراعتولو پورې تړل شوې دي.»

د سیاسي چارو شنونکي هم له اسلامي امارت د نرمښت غوښتنه کوي او وايي، که د اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره سیاسي تعامل غواړي، نو اړتیا ده چې د نړیوالو یو شمېر مشروع غوښتنې هم ومني.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « تر هغو چې سرپرست حکومت بشري حقونه نه وي رعایت کړي، ښځو ته یې خپل حقونه نه وي ورکړي، د نجونو ښوونځي یې نه وي خلاص کړي، تر هغو چې ښځو ته د لوړو زده کړو او کار حق نه وي ورکړل شوی، هېڅوک به یې پر رسمیت ونه پېژني. دا هم د افغان ولس غوښتنې دي او هم د نړۍ.»

که څه هم د اسلامي امار چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې څو ځله د ټولو افغانانو حقونه خوندي بللي دي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د نجونو او ښځو د زده ‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي مشارکت په برخو کې بندیزونه وضع شول؛ خو دغه کار د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له خوا جنسیتي تبعیض وګڼل شو.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « هغه څه چې اوسمهال نړیوالو او په ځانګړې توګه امریکا ته ډېر ارزښت لري، د نجونو د زده کړو او ښځو د حقونو موضوع ده. که څه هم د طالبانو یو شمېر مشرانو د دې خبرې پخلی کړی چې ښوونځي او پوهنتونونه به ډېر ژر پرانیستل شي، خو تر اوسه په دې برخه کې جدي ګامونه نه دي پورته شوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د اوس لپاره د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ پلان نه ‌لري.

اسلامي امارت نه یوازې له امریکا بلکې نړۍ څخه په ځلونو د رسميت پېژندلو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist