Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکايي چارواکي: د افغان همکارانو د لېږد په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې

امریکايي چارواکي: د افغان همکارانو د لېږد په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/19

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دې هېواد ته د هغو افغانانو د انتقال او داخلېدو د مخنیوي آوازې رد کړې چې له امریکايي ځواکونو او بنسټونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ده.

د امريکا بهرنيو چارو  وزارت وياندې ویلي، هیڅ داسې لېست نه شته چې له مخې يې امریکا ته د نورو هېوادونو د اتباعو پر ورتګ بندیز لګول شوی وي.

ټیمي بروس ټینګار کوي چې د افغانانو انتقال د دې هېواد د پالیسۍ یوه برخه ده.

د ټیمي په خبره، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان له مخې د وېزو د ورکولو پروسه د داخلي امنیت د ساتنې لپاره مهمه ګڼل شوې، خو دا چې په دې اړه به څه ډول ارزونې کېږي، لا نه ده روښانه شوې. 

هغې زیاته کړې: « زه په دې اړه څه نه شم ویلی؛ ځکه چې تر اوسه کره ارزونه نه ده شوې. خو کله چې د افغانستان په اړه خبرې کوو او د هغو افغانانو په اړه چې له موږ سره یې همکاري کړې، د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ له مخې یو شمېر افغانان مخکې امریکا ته انتقال شوي دي. موږ هم په دې اړه کار کوو، خو تر اوسه واضېح څه نه شته؛ کله چې اقدام وشو، بیا به په دې اړه خبرې وکړو.»

په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې د امریکا وېزو ته په نورو هېوادونو کې منتظر دي، په ناوړه حالت کې ژوند کوي او د دې هېوادونو پولیس یې ځوروي. دوی له اوږدې مودې راهیسې د لېږد او بیا مېشتېدنې پروسې د ژر پیلولو غوښتنه کوي.

په دویم هېواد کې مېشته طیبه رستاخیز وايي: « افغان مهاجران په دویمو کې هېوادونو کې د انتقال لپاره د انتظار سختې شپې تېروي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په ځانګړې توګه پاکستان کې سختګیرانه قوانین وضوع شوي، له اسلام اباد او راولپنډۍ د وتلو امر شوی او د وېزو په تمدید محدودیتونه لګول شوي دي. په داسې یوه حالت کې د امریکا له خوا د انتقال پروسې ټکني کېدو او د ځینو کېسونو رد کېدو، اندېښنې لا زیاتې کړې دي.»

مهاجر مجید خان شینواری وايي: « هغه مهاجران چې تر اوسه بل هېواد ته د تګ وېزې ورته نه دي راغلې، د پاکستان حکومت اعلان کړی، که په راتلونکو څو میاشتو کې دغو کسانو ته وېزې ور نه کړل شي، بېرته به یې خپل هېواد ته ستانه کړي. له همدې امله په اسلام آباد کې مېشتې افغان کورنۍ له زیاتو ستونزو سره مخ دي او خپل راتلونکي ته اندېښنه لري.»

په همدې حال کې یو شمېر شنونکي په دې نظر دي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ شمېر افغانان په نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تللي او اوس په ناوړه حالات کې ژوند کوي.

د بشري حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « هغه افغان مهاجران چې د جمهوري نظام پرمهال یې له بهرنیو موسسو، ځواکونو یا هم د افغانستان له حکومت سره کار کړی او اوس یې ژوند ته په افغانستان کې خطر متوجه دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او نړیوال سازمانونه د افغان کډوالو په دې وضعیت باندې چوپه خوله دي او دغه کار د اندېښنې وړ دی.»

د نړیوالو چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « هغه اطلاعیه چې په دې وروستیو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغان مهاجرینو په اړه صادره کړې، باید د دوی د لېږد لپاره ژر ترژره اقدام وشي، ترڅو هغوی په دویمو هېوادونو کې له دغو ستونزو، روحي او رواني مشکلاتو وژغورل شي.»

درې ورځې وړاندې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت امریکا ته د سفر پر محدودیتونو غور کوي او ممکن د ۴۱ هېوادونو پر اتباعو بندیزونه او محدودیتونه ولګوي.

د دې راپور له مخې، امریکا دغه ۴۱ هېوادونه په درېیو ډلو وېشلې او په لومړۍ ډله ۱۰ هېوادونه کې افغانستان، ایران، سوریه، کیوبا او شمالي کوریا شامل دي.

د راپور له مخې، د دې هېوادونو اتباع به د امریکا د وېزو له بشپړ بندیز سره مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist