Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا:د کابل نړیوال هوايي ډګر خوندیتوب لپاره اقدامات پيل کوو

admin by admin
2021/08/17

 د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو  په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د کابل نړیوال هوايي ډګر د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي،ترڅو د امریکا او د نورو متحدانو پرسونل ته له افغانستانه د خوندي وتلو زمینه برابره شي.

د ګډې خبرپاڼه یوه برخه:« د امریکا او متحدانو پرسونل به په ملکي او پوځي الوتنو کې سر له ننه له افغانستانه وځي او دا لړۍ به څو ورځې دوام کوي.»

وروسته له هغې چې زرګونه طالبان کابل ښار ته دننه شول او د ښار ټولې برخې یې ونیولې،کابل ښاریانو پر هوايي ډګر هجوم ور وړ او د امریکايي ځواکونو سپيشل فورس الوتکې پورې نښتي ول،چې ګواکې بهر ته به یې انتقال کړي،خو ملکي وګړو ته هیڅ اجازه نه وه،چې پرمهال یې دوه تنو خپل ژوند دلاسه هم ورکړ.

دې وضعیت امریکايي چارواکي اندېښمن کړي او وېره یې ورسره پيدا کړې،چې هوايي ډګر کې د دوی میشتو اتباعو ته زیان ونه رسوي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،په را روانو ۴۸ ساعتونو کې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر نږدې ۶ زرو ته زیات شي،چې ماموریت به ‌یې تر ډېره د دغو چارو پر اسانتیاوو متمرکز وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist