امريکا پر متحده عربي اماراتو د وسلو پلورل منظور کړل.
د ولسمشر ټرمپ ادارې متحده عربي اماراتو ته د ۲۳ اعشاريه څلور ميليارده ډالرو په ارزښت د وسلو پلورل تصويب کړي دي.
راپورونه وايي، په دې وسلو کې ايف ۳۵ جنګي جېټ الوتکې او په وسلو سمبالېدونکې ډرون هم شاملې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، هېواد يې له متحده عربي اماراتو سره په ګډه کار کوي، چې د پرمختللو وسلو د تر لاسه کولو غوښتنه يې پوره کړي.
پمپيو ويلي، متحده عربي اماراتو سره پر مختللو وسلو په تر لاسه کولو کې ځکه همکاري کوي، چې د ايران له لوري رامنځته کېدونکو ګواښونو دفاع وکړي.











