Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

امريکا افغانستان کې د يو شمېر ډلو د فعال حضور ادعا کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/03

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال د ترهګرۍ په اړه په خپاره کړې راپور کې ادعا کړې چې لا هم په افغانستان کې يو شمېر هغه ډلې فعالې دي، چې فعاليتونه يې په سيمه کې متمرکز دي.

راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د القاعده عناصر، داعش او په سيمه کې متمرکزې ترهګرې ډلې فعالې دي او زياته شوې چې داعش ډلې په افغانستان کې پر حکومتي چارواکو سربېره د عام افغانانو په ځانګړې توګه د اهل تشيع په نښه کولو ته دوام ورکړی.

د راپور یوه برخه: « د داعش خراسان څانګې د طالبانو او د ملکي افغانانو او په ځانګړې توګه اهل توشيع په نښه کولو ته دوام ورکړی، په ځانګړې توګه القاعده د هند په نيمه وچه کې که څه هم فعاله ده، خو دا وړتيا نه لري چې له افغانستانه پر امريکا په مستقيمه توګه بريد وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان په افغانستان کې اوسني امنيتي وضعيت ته په کتو د امريکا ياده ادعا بې ساسه بولي او زياتوي چې د وسله‌والو ډلو د حضور او فعاليت په صورت کې د سرتاسري امنيت ټينګښت سخت کار دی، خو په خبره يې موجوده امنيتي وضعيت د امريکا دا ادعا برعکس ثابتوي.

 د سیاسي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « دوی خبره نږدې د پاکستان د استخباراتو له کړنو او له استخباراتي پرګرامونو سره سمه روانه کړې، ترڅو افغانستان د امن او سولې تر عنوان لاندې په نړیوال بیز کې ثبت او راجسټر نه شي.»   

خو ځینې نور بيا د امريکا د يادې ارزونې او ادعا په پلوۍ وايي، سرپرست حکومت دې يادو ادعاو ته په سطحي نظر نه ګوري.

دوی زياتوي، د وسله‌والو ډلو حضور د افغانستان راتلونکی له ابهام سره مخ کوي او اړتيا ده، چې حکومت يې په اړه نړيوالو ته وضاحت ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله نديم وايي:« د امریکا بهرنیو چارو وزارت کلني یا ربعوار راپورنه چې خپرېږي، د امریکا د حکومت له سیاسي نظرونو او دریځونو خالي نه وي او دا هم سمه ده چې ډېری شبکې چې د ترهګریزو شبکو په نامه یادېږي مخکې یې له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې.»

خو د افغانستان سرپرست حکومت د امريکا بهرنيو چارو وزارت دې راپور په ردولو سره وايي، په افغانستان کې هېڅ ډله فزيکي حضور نه لري او په خپل تېر دريځ چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي، ټينګار کوي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي: « په دغه راپور کې چې د افغانستان په اړه کوم مالومات ورکول شوي؛ سم نه دي موږ یې ردوو او واقعیت دا دی چې د افغانستان اسلامي امارت هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې وکاروي او نه داسې ډلې شته چې د چا لپاره ګواښ وي. په دې اړه چې کومې څرګندونې شوې یا یې مالومات ناسم دي او یا دا چې تبلیغات کوي.»

له دې وړاندې امريکا او ملګرو ملتونو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سرپرست حکومت هڅې ستايلي او زياته کړې يې ده، چې ياد حکومت په نشتو امکاناتو سره د داعش ډلې پر وړاندې پرېکنده عمل کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist