Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امريکا افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي بنديزونه ظالمانه بللي

امريکا افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي بنديزونه ظالمانه بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/14

امريکايي چارواکو یو ځل بیا د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزو پرېکړه وېجاړوونکې بللې او په دې توګه يې افغانستان يوازينی د نړۍ داسې هېواد ياد کړی، چې د خپلو وګړو نيمايي برخه په کې د زده‌‌کړو له حقه حق څخه بې برخې کړی شوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي توماست وېسټ ویلي:« په بل هېڅ ځای کې د منځنيو او ثانوي پړواونو د زده‌کوونکو نیم نفوس له زده کړو بې برخې نه دی. د دوی پر رواني روغتیا، کورنیو، ټولنې او اقتصادي ژوندانه باندې ورانونکې اغیزې لري.»

په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې او د افغان ښځو،ن نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري بیا یو ځل بیا د افغانو نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل اندیښمنونکې پرېکړه یاده کړې او په یاده برخه کې يې د خپلې مبارزې د دوام ژمنه کړې.

د افغان ښځو،نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري ویلي:« د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه ده. دوی خطرناکه بېلګه جوړوي، چې نور یې تقلید کړي او هر چېرې د ښځو او نجونو حقونه وګواښي. د دې ارتجاعې پر وړاندې درېدل زموږ د ټولو دنده ده.»

افغانستان کې د امریکا شارژدافېرې کرن ډیکر بیا ویلي:«  افغان نجونې زما لپاره یو لومړیتوب دی. زه د دوی د زده کړو حقونو ترلاسه کولو په برخه به له وکالته ډډه ونه کړم. دا د دوی او افغانستان د راتلونکی لپاره اړینې دي.»

د افغان نجونو پر زده‌کړو د لګولي شوي بنديز لرې کولو په تړاو له کراتو غوښتنو وروسته سرپرست حکومت د تل په څېر، یاد بنديز له وضاحت پرته لنډمهالی بولي.

 د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې د افغان نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو تړل کېدو پر ټولنیز سرخوږي ور اخوا سیاسي ستونزې را ولاړې کړي او اوسنی حکومت یې په پراخه کچه ننګولی دی.

څه باندې دوه کاله وشول، چې د افغان نجونو پر مخ ترامر ثاني پورې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوي. خو په دې تړاو د نړیوالو له هرې نیوکې وروسته اسلامي امارت دا مسئله کورنۍ بللي او زياته کړې يې ده، چې بهرنيانو په کې د مداخلې په توګه د نظر څرګندولو او دريځ نيولو حق نه لري.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist