Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امام ابوحنیفه نندارتون کې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ ګڼ قراردادونه لاسلیک شوي

امام ابوحنیفه نندارتون کې د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ ګڼ قراردادونه لاسلیک شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

د افغانستان حکومت له لوري له پاکستان سره د سوداګرۍ محدودولو له سپارښتنو ورروسته، افغان سوداګرو د بدیلو لارو موندلو لپاره له نورو هېوادونو سره پراخې هڅې پیل کړې دي.

په کابل کې د امام ابو حنیفه څلورم ملي او نړيوال ننداراتون پرانستلو په لړ کې افغان او بهرني سوداګر هڅه کوي چې په خپلو کې د سوداګرۍ د پیلولو په هدف، بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي.

په کابل کې د ايران سفارت شارژدافیر د سې شنبې په ورځ د امام ابو حنیفه ملي او نړیوال نندارتون ته ورغلې وو او هلته یی خبریالانو ته ویلي چې افغان او ایراني سوداګرو په خپلو کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ګڼ شمېر تړونونه لاسليک کړي دي.

په کابل کې د ایران شارژدافیر علي رضا بېکدلي وايي: « دا ډول نندارتونونه د اقتصادي اړیکو له پياوړتیا سره ډېره مرسته کوي. همدارنګه هغه موخې هم په دې ډول نندارتونو کې ترلاسه کېدای شي چې دوه هېوادونه یې له یوبل سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره لري. زموږ شرکتونه بریالي شول چې دلته ښه تړونونه لاسلیک کړي، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخو کې. زموږ د بېړۍ چلولو شرکتونه او د چابهار آزادو اوبو بندر او دغه راز د دوغارون بندر په کې برخه لري.»

په ورته وخت کې پانګوال بیا وايي چې د دا ډول نندارتونونو جوړول یو ښه فرصت برابروي، ترڅو تولیدي شرکتونه خپل تولیدات خلکو ته معرفي کړي او بازار ورته بیامومي.

دوی هم وايي چې د دې نندارتون په تېرو دوو ورځو کې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره بېلابېل قراردادونه لاسلیک کړي دي.

یو تن افغان پانګوال وايي: « پرون راهیسې مو له ډېرو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره تړونونه کړي. له یوه ایراني شرکت سره مو د موبلایلو د صادرولو تړون وکړ.»

یوبل افغان پانګوال وايي: « دا ډول نندارتونونه د افغانستان او د افغانستان د کورنیو تولیداتو لپاره ډېر زیات ارزښت لري. موږ په دې ډول نندارتونو کې د افغانستان خپل تولیدات معرفي کوو.»

بله خوا، بهرني پانګوال چي په دې نندارتون کې يې تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وايي، دا ډول نندارتونونه د پانګوالو لپاره زمینه برابروي چې یو بل سره د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې جوړې کړي.

ایراني پانګوال سیدهادي وايي: « موږ له افغانستان سره ګاونډیان یو او علاقه لرو چې دلته پانګونه وکړو، ترڅو وکولی شو خپل محصولات وړاندې کړو. دا سبب کېږي چې هم زموږ اړیکې سره نږدې شي او هم سره سوداګري ولرو.»

ایران پانګوال حسین ابره دری وايي: « موږ د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا لپاره په دې نندارتون کې ګډون کړی. ډېره ښه نندارتون دی او د خلکو هرکلی هم ښه دی.»

ازبېکستاني پانکوال علي اکبر وايي: « دا ډېر مهم نندارتون دی، دلته د ازبېکستان توکي هم نندارې ته وړاندې شوي. سوداګر او پانګوال له یوبل سره مخامخ کېږي، سره پېژني او تړونونه کوي.»

د امام ابو حنیفه ملي او نړيوال ننداراتون کې چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې پرانیستل شوی، په ۸۲۰ غرفو کې بېلابېل کورني او بهرني تولیدات ننداري ته اېښودل شوي چې له ډلې يې۱۲۰ غرفې يوازې بهرنیو پانګوالو ته ځانګړې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist