Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
الکوزی: هېواد کې ۹۰ سلنه خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري

الکوزی: هېواد کې ۹۰ سلنه خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/13

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شبکو د پوښښ ساحو له پراخېدو خبر ورکوي او وايي، یوازې په تېرو وروستیو څو کلونو کې څه د پاسه ۴ میلیونه تازه مشترکین زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، اوس په ټول هېواد کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۲۶ميلیونه فعال سیمکارټونه شته او له لارې یې ۹۰ سلنه خلک په خپلو ورځینو چارو کې له مخابراتي شبکو ګټه اخلي.

په داسې حال کې چې په ځینو سیمو کې خلک د مخابراتي شبکو له کیفیت شکایت کوي، په تړاو یې  الکوزی وايي، د دې ستونزې د حل لپاره به جدي ګامونه پورته شي.

الکوزی زیاتوي:« د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د وروستیو ارقامو پر اساس، تر دې دمه د هېواد ۹۰ سلنه وګړي له مخابراتي خدمتونو ګټه اخلي. اوس مهال موږ په ټول افغانستان کې ۲۶ میلیونه فعال سیمکارټونه لرو چې د بېلابېلو مخابراتي شبکو له لارې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.»

دا وزارت د هغو سیمو لپاره چې لاهم په کې مخابراتي شبکې فعالیت نه لري، له ۵۵۰ زیاتو مخابراتي سایټونو فعالولو له پلان خبر ورکوي او زیاتوي چې په جدي توګه یې کارونه روان دي.

د مخابراتو معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت ویاند وايي، پلان لري چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته مخابراتي خدمتونه  وړاندې کړي او ټولې سیمې د دې ټېکنالوجۍ تر پوښښ لاندې راولي.

الکوزی په دې اړه وايي: « هغه سیمې چې لاهم له مخابراتي خدمتونو بې برخې او محرومې دي، د دې سیمو لپاره هم ۵۶۰ مخابراتي سایټونه په پام کې نیول شوي چې له ډلې یې یو شمېر ګټه اخیستنې ته سپارل شوي او د ډېرو نورو رغنیزې چارې سرته رسېدلې چې له انسټالېشن وروسته به فعالې او نږدې راتلونکي کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.»

همدارنګه دا وزارت د مخابراتي مکالمې د ۱۰ سلنه مالیې په تړاو وايي، دا پیسې د ځانګړي سیسټم له لارې په شفافه توګه راټولېږي او د سرپرست حکومت خزانې ته سپارل کېږي.

د دوی په خبره، د دې پروسې د لا روڼتیا لپاره یو مشترک کمیسیون هم ټاکل شوی چې له مخابراتي شبکو سره د ۱۰ سلنې مالیې راټولول له نږدې څاري.

د ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادنو په پرتله لاهم په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي مکالمو بیه لوړه ده، خو په دې وروستیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت له لوري دغه بیې راټیټې شوې دي.

 د چارواکو په وینا، هڅه کېږي د مخابراتي مکالمې او انټرنېټ بیې نورې هم راټیټې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist