Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
السویدي: افغانستان اوس مهال له ټولنیزو سیاسي امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی

السویدي: افغانستان اوس مهال له ټولنیزو سیاسي امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/03

د ملګرو ملتونو بشري حقونو سترې شورا په ۵۵ مه غونډه کې د قطر دایمي استازوالۍ مرستیالې جوهر بنت عبدالعزیز السویدې ویلي، هېواد یې د بشري حقونو ودې او ساتنې په پام کې نیولو سره د افغانانو ملاتړ او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره د دوامداره ناستو کوربتوب ته یو ځل بیا خپله ژمنتیا تازه کړه.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د یاد هېواد د دایمي استازوالۍ مرستیالې جوهر بنت عبدالعزیز السویدې ويلي، افغانستان دا مهال له ټولنیزو، سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی، چې په خبره يې په دې هېواد کې د بشري حقونو پر ساتنې او پرمختګ اغېزې کوي.

هغې زیاته کړې: « افغان ولس له څو لسیزو راهیسې د شخړو، جګړو، طبیعي پېښو او تروریزم له سختو شرایطو سره لاس او ګرېوان دی او ویلی شم، چې افغانستان اوس مهال د بشري، ټولنیزو، سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو له خورا پېچلې لړۍ سره مخ دی، چې په همدې توګه په پرمختګ هم اغېز کولی شي.»

د قطر بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، چې قطر او اندونیزیا چمتو دي څو د روان زېږدیز کال تر پایه د افغان ښځو د زده کړو په تړاو د نړیوال کنفرانس کوربتوب وکړي.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وایي، په هېواد کې ټولنیز حقونه تر ډېره خوندي نه دي او له سرپرست حکومته غواړي، چې نجونو او ښځو ته دې د زده کړو او کار اجازه ورکړي، څو د نړۍ پلمي ختمي شي.

د نړيوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي: « زما په نظر قطر په سیمه کې د افغانستان په تړاو تر ټولو ښکېل هېواد دی او په رښتیا هم تر ټولو زیاتې غونډې هلته شوې دي، امریکا هم په قطر تکیه کوي، زما په نظر د قطر له ښه کوربتوبه باید ګټه واخېستل شي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسلم دانشمل وايي: « اوسني دولت ته په کار ده چې د ملت مشروع غوښتنو ته لبیک وايي او وې مني، داسې به د ملت او دولت ترمنځ فاصله نوره هم کمه شي او افغانستان به سیاسي ثبات ته رسېدلی هېواد شي.»

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرن ډیکر وایي، د افغان فارغانو غږونه ارزښتناکه دي، ځکه په خبره یې افغانان د اتصال او همکارۍ په لټه کې دي.

کرن ډیکر وايي، د ځینو افغانانو له لوري د نړیوالو زده کړو لپاره امریکایي شورا تر نامه لاندې د یوې نا دولتي ټولنې په پرانېست‌غونډه کې یې ګډون کړی او زیاته کړې یې ده چې امریکا له دغو ځوانانو سره د یوې غوره راتلونکې جوړولو په برخه کې مرستو ته ژمنه ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، په هېواد کې د ښځو او نارینه وو حقونه تر بل هر وخت د شریعت په چوکاټ کې خوندي شوي دي او له نړۍ غواړي، چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې دې مداخله نه کوي، او زیاتوي، افغانستان یو خپلواکه نظام دی او ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي.

د فطرت په خبره: « افغانستان کې د بشر ټول اسلامي حقوق تامین دي او د ښځو ټول هغه حقوق چې اسلامي شریعت ورکړي، هغه ورکړل شوې دي. موږ بیا هم وایو د افغانستان او خلکو په ګټه چې هر څوک هلې ځلې کوي؛ موږ یې هر کلی کوو او دا په ډاګه کوو چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ډېر ښه دی، دلته هېڅ داسې پېښې نشته چې هغه دې د بشري حقونو نقض وبلل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپل وروستي راپور کې، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په تړاو د بشري حقونو شورا ۵۵مې غونډې ته په یوه راپور کې د سرپرست حکومت له لوري د زده کړو او کاري بندیزونو، نیونو او په عام محضر کې پراعدامونو اندېښنه څرګنده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist