Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان:د امریکا له لوري د نږدې لس میلیارده ډالرو کنګل به افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ کړي

admin by admin
2021/09/14

یو شمېر اقتصاد پوهان نیوکې کوي چې د امریکا له لوري د پیسو کنګل کېدو سره د فقر کچه زیاته شوې او سوداګري یې ستونزمنه کړې ده.

 اقتصاد پوه عبدالواسیع حیدري وايي: «د امریکا  له لوري د پیسو کنګل کېدل، له افغان ولس سره ستر ظلم او جفا ده. له موږ سره امریکا جفا کوي. هغوي ۹ میلیارده ډالر کنګل کړي. امریکا د دې پیسو د ازاد کیدو تر څنګ، باید له افغان حکومت سره نورې ډېرې مالیي مرستې وکړي.»

خو یو شمیر نو بیا وایي، د نړیوالو اصولو له مخې کومو هېوادونو کې چې کودتا ترسره کېږي او یا هم د نظامونو بدلون رامنځته کېږي، د نړیوالو هېوادونو له لوري د یاد هېواد پانګه کنګل اعلانېږي.

اوس غوښتنې دا دي چې طالبان دې هڅه وکړي، کنګل شوې پیسې وژغوري.

د چارو څارونکی بهار مل بهار وايي: «په افغانستان کې هم داسې وضعیت رامنځته شوی دی. د افغانستان پیسې کنګل شوي او چارواکو او طالبانو ته پکار ده، تر څو نړیوالو ته، ملګرو ملتونو ته قناعت ورکړي او د باور زمینه سازي وکړي، تر څو سرمایه له کنګل حالت وباسي. افغانستان  تر ډېره وارد کوونکی هېواد دی، چې تجارت یي په نغدي پیسو ولاړ دی او دا حالت باید کنټرول شي.»

پرون  د هېواد ملي سوداګرو هم اعتراضیه غونډه درلوده چې د پیسو له کنګل کیدو یې شکایت وکړ او د سوداګریزو اړیکو او اقتصاد خرابیدو خبر یې ورکړ.

دوی دا خبرې داسې مهال کوي چې د طالبانو واکمنۍ سره د امریکا له لوري د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالرو کنګل اعلانولو، سره افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ کړی او دامهال د نړۍ او سیمې ټولو بانکونو ته له افغانستانه د پیسو د لېږد را لېږد بهیر درېدلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist