Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اقتصاد پوهان:جنیوا کنفرانس کې له افغانستان سره شوې مرستې باید اسلامي امارت ته وسپارل شي

admin by admin
2021/09/27

د اقتصادي چارو یو  شمېر تحلیل کوونکي وايي،هغه مرستې چې نړيوالو په جېنوا کنفرانس کې افغانستان سره اعلان کړې، ژر دې افغانستان ته انتقال او ترې استفاده دې وشي. 

دوی وايي، که له بې وزلو کورنيو سره بشري مرستې ژر تر سره نه شي، د لوی بشري ناورين د  رامنځ ته کېدو احتمال موجود دي. 

دوی زیاتوي، که څه هم اقتصادي بندیزونو سره افغانستان ته د وارداتو کمېدو سره عواید کم شوي، خو غوښتنه کوي، په اوس وخت کې دې له داخلي عوایدو استفاده وشي.

د اقتصادي چارو تحلیل کوونکی عبدالوافي نايبزی  وايي:« موږ بايد په بديلو لارو کارو وکړو او بديلي لارې کومې دي؟ زمونږ ټولې عايداتي لارې خلاصې دي، عوايد را روان دي، د کال بوديجه مشخصه ده، هغه بوديجه په مالي وزارت کې شته. پر همدغه عوايدو بايد له ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو څخه غنم واخېستل شي او د دې له پاره بايد يو چارچوب رامنځ ته شي، چې دغه مرستې بايد ژر تر ژره ورسول شي.»

که څه هم د ملګرو ملتونو جینوا ناسته کې د نړۍ ګڼو هېوادونو افغانانو سره څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ،خو تر اوسه پورې دغه مرستې پر بې ‌وزلو کورنیو نه دي ویشل شوي او نه یې د ویش لپاره طرزالعمل جوړ شوی دی.

خصوصي سکتور وايي، د امریکا له لوري د افغانستان پانګې د کنګل اعلانولو سره بانکي سیستم اغیزمن شوی، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د سوداګریزې راکړې وکړې لپاره د پيسو لېږد دریدلی او له امله یې سوداګرو ته دارنه مالي زیانونه اوښتي دي.  

د صنعت او سوداګرۍ خونې غړی  خان جان الکوزی وايي:« هېله مو دا ده،چې د افغانستان خلکو ته امکانات برابر شي،ولې چې افغانانو ته د ماهيانو د نيول چل ورښودل شي نه ماهيان. يانې تجارت او صنعت ته زمينه بايد برابره شي. زراعت ته زمينه برابره شي. دغه مهمې پروژې،چې د افغانستان له پاره دي، لکه د ټاپي، لکه د کاسا يا ترانزيتي مسايل چې دي، بايد کار پرې وشي، اسلامي امارت هم بايد دې برخې ته پام وکړي.»

الکوزی وايي، د ۷ ميليارد ډالرو په ارزښت یوشمېر پروژې درېدلي او پيسې يې کنګل شوي او ټینګار کوي،چې د افغانانو دغه پانګه باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي.

الکوزی زیاتوي:« هغه پراختیايي پروژې چې اسيا بانک، اسلامي بانک او جهاني بانک له پخواني دولت سره د افغانستان د خلکو سره په پراختیايي پروژو کې مرسته کوله، تقريباً د اوو ميليارده ډالرو په ارزښت دي،چې دا هم کنګل شوي دي. هغه پروژې چې نيمې رسېدلي يا يې ۲۰ سلنه  کارونه يا يې ۸۰ سلنه کارونه رسولي،د هغې پيسې هم پاتې دي،د هغې تکميلول په کار دي، چې هغه پيسو ته اجازه ورکړي.»

همدې ټولو اندېښنو ته په ځواب کې بيا طالب چارواکي ډاډ ورکوي،چې د سيمې او نړۍ ګڼو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي،څو وکولای شي، د مرستو لړۍ چټکه او د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو مخنيوی وکړي. 

د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسيون غړی بلال کريمي وايي:« همدا اوس د سيمې له يو شمېر هېوادونو  مرستې راورنې دي او په ولايتونو کې په مستحقو کسانو شمېرل کېږي. هڅه کوو،چې له نړيوالو سره له ديپلوماتيکي لارې د ستونزو حل ته رسیدنه وکړو او ستونزې راکمې کړو.»

وروستیو دوه میاشتو کې څه باندې دوه میلیونه کسان بې روزګاره شوي،د خلکو اقتصاد کمزوری شوی او د رسمي مالوماتو له ‌مخې،څه باندې ۱۸ میلیونه افغانان بېړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist