Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان ډیپلوماټان: پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ لاهم روانه ده

افغان ډیپلوماټان: پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ لاهم روانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/02

له ايران او پاکستان پر زور د افغان کډوالو د شړلو ترڅنګ په دغو هېوادونو کې له افغانانو سره د امنیتي ځواکونو ناوړه چلن ورځ بلې ته زیاتېږي او دغه کار نه یوازې د افغانانو اندېښنې زیاتې کړې، بلکې د نړیوالو بنسټونو له خوا هم د کډوالۍ او انساني اصولو خلاف عمل بلل شوی.

په پاکستان کې مېشت د اسلامي امارت ډيپلوماټان وايي، په دې هېواد کې له افغانانو سره په ناوړه چلن کې ښه ‌والی نه دی راغلی او لا هم د پاکستاني ځواکونو له لوري نيول کېږي او ځورول کېږي.

که څه هم دوی د افغانانو د حقونو خونديتوب په برخه کې د خپلو هڅو خبر ورکوي، خو زياتوي چې پاکستان دې د کډوالۍ اصولو په رڼا کې د افغانانو حقونو خوندي کړي.

په کراچۍ کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري وايي، په نيول کېدونکو کسانو کې ډېری هغه کسان شامل دي، چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد نه لري.

تخاري زیاتوي: « هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، که ونیول شي بېرته افغانستان ته استول کېږي. دوی تل هڅه کوي چې دلته مېشت افغانان په خپله خوښه لاړ شي. زموږ هیله دا ده چې همدا حالت باقي پاتې شي او اجازه ورکړي چې افغانان خپل هېواد ته په خپله خوښه لاړ شي.»

بله خوا د سیاسي چارو کارپوهان له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلن او پر وړاندې يې زیاتېدونکې ستونزې د اندېښنې وړ بولي او له سرپرست حکومت غواړي چې د خپل مسووليت په سرته رسولو سره په پاکستان کې مېشت افغانان له ځورولو وژغوري.

د سیاسي چارو کارپوه ظاهر بهاند وايي: « دلته په پاکستان کې پولیسو ته یوه بهانه جوړه شوې او شپه ورځ افغان کډوال ځوروي. دوی کډوال نیسي، ځوروي یې او حتا محاکمو ته یې وړاندې کوي. دا له افغان کډوالو سره یوه لویه جفا ده. که دا وضعیت همداسې روان وي، په پاکستان کې به د کډوالو یو لوی ناورین رامنځته شي.»

ځېنې نور بیا په دې  اند دي چې پاکستان او ایران له دې وړاندې د افغانانو لپاره پناه ځای بلل کېدل، خو اوس دغه هېوادونه د ناسمو پالیسيو په وسيله د کډوالو لپاره پر ځوروونکو ځایونو بدل شوي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « زه فکر کوم د دې لپاره باید د اسلامي امارت تر څارنې لاندې یو ځانګړی کمېسیون وټاکل شي، ترڅو په ایران او پاکستان کې د افغانانو پوښتنه وشي. یو بل کمېسیون باید د دې لپاره هم جوړ شي، ترڅو د دې کار دلیل پیدا شي چې ولې افغانان مهاجرت ته زړه ښه کوي او ولې په ایران یا پاکستان کې مېشت دي.»

د کارپوهانو په خبره، په بهر کې د افغانانو د حقونو تامين د سرپرست حکومت لوی مسووليت دی او د خپلې ډيپلوماټيکې دستګا له لارې دې دواړه هېوادونه له افغانانو سره ښه چلن ته قانع کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist