Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان پناه غوښتونکي: د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړې یو

افغان پناه غوښتونکي: د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړې یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/12

په افغانستان کې د جمهوري نظام سقوط او د امریکا او ناټو پوځي حضور له پای ته رسېدو سره سم، لسګونه زره افغانان امریکا او اروپايي هېوادونو کې د پناه ‌اخیستلو په موخه ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته واوښتل، خو د درېیو کالو په تېرېدو سره یې نږدې نیمايي لاهم په دغو هېوادونو کې له ناڅرګند برخلیک سره پاتې دي.

تازه د پاکستان حکومت له اسلام اباد د زرګونه افغان ګډوالو ایستلو پرېکړه کړې او له پلازمېنې یې د پاکستان نورو ښارونو ته د دوی د انتقال لپاره د مارچ تر ۳۱ مې وخت ټاکلی.

دغې پرېکړې په اسلام ‌اباد کې مېشت افغانان اندېښمن کړي او پرهغو هېوادونو یې د همکارۍ غږ کړی چې د انتقال پروسه کې ورسره شامل دي.

په پاکستان کې مېشته افغان پناه غوښتونکې مزدلفه کاکړ وايي: « د افغان کډوالو تر ټولو ډېره اندېښنه دا ده چې هغو هېوادونو له دوی سره ژمنه کړې وه چې دوی باید درېیمو هېوادونو ته لاړ شي، ترڅو له هغه ځایه یې امن هېوادونو ته انتقال کړي، مګر دغه هېوادونه اوس چوپ پاتې دي. په داسې یوه وضعیت کې چې د پاکستان د حکومت له خوا دومره آزار او اذیت روان دی، هغه هېوادونه باید د افغانانو د کېسونو پروسه چټکه کړي چې ژمنه یې کړې وه، باید دوی افغانان له دې ځایه انتقال کړي.»

په ورته مهال، د کډوالو چارو شنونکي پر پاکستان نیوکه کوي چې دوی د نړیوالو قوانینو له مخې، د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کړي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په پاکستان فشار راوړي، څو کډوالو ته وخت ورکړي چې د پناه ‌غوښتنې کېسونه یې بشپړ شي.

د کډوالو چارو شنونکی ابو الحسن صالحي وايي: « پاکستان پر مهاجرانو د فشار راوړلو له لارې غواړي چې د مهاجرو له ملاتړو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو مالي امتیازونه ترلاسه کړي. باید د مهاجرانو ملاتړ هېوادونه، نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ادارې پر پاکستان فشار راوړي چې له جبري شړلو او ضرب الاجل ټاکلو لاس واخلي.»

د کډوالو چارو شنونکی نظیر نظري وايي: « په پاکستان کې د افغان مهاجرینو وضعیت لکه څرنګه چې لیدل کېږي، د اندېښنې وړ دی. د امریکا د ولسمشر له فرمان وروسته، دغه مهاجران خپل راتلونکي ته اندېښنه لري. دغه فرمان سبب شوی چې مهاجران په ګڼو حقوقي، رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ شي. همدارنګه، له یوې لخوا د پاکستان سختګیرانه وضعیت او په پراخه کچه د مهاجرانو شړل او له بلې خوا د هغوی د بیا مېشتېدنې د پروسیې اوږدېدل سبب شوي چې دغه مهاجران له ګڼو ستونزو سره مخ شي.»

دا په  داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تېرو درېیو کالو کې نږدې ۸۰ زره افغانان چې نورو هېوادونو کې د دایمي اوسېدلو په موخه دغه هېواد کې مېشت وو، درېیمو هېوادونو ته وتلي او دا مهال شاوخوا ۴۰ زره نور افغانان په اسلام ‌اباد کې د بیا مېشتیدنې پروګرام لپاره د کډوالۍ ژوند تېروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist