Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان پست کابل کې نوې څانګه او د پېرېدونکو اړیکو نیولو مرکز پرانیست

افغان پست کابل کې نوې څانګه او د پېرېدونکو اړیکو نیولو مرکز پرانیست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/30

د افغان پُست دولتي شرکت له لوري په کابل کې د پاسپورټونو د وېش نوې څانګه او د پېرېدونکو خدمتونو لپاره د اړیکو نیولو مرکز پرانیست.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د یاد شرکت له لوري په بېلابېلو برخو کې د وړاندې کېدونکو خدمتونو له امله خوښي څرګندوي او خلکو ته په ټولو برخو کې د لا زياتو اسانتياوو پر برابرولو ټينګار کوي.

نجیب الله حقاني په دولتي چوکاټ کې ډیجیټلي حکومتولي د پرمختګ اصل بولي او ډاډ ورکوي چې د همدې اصل له مخې به ټول هېواد ته په متوازن ډول مخابراتي خدمات ورسول شي.

حقاني زیاتوي: « نن چې دغو وروڼو دا ابتکار کړی دی او دا آبادي یې کړې، د دې لپاره دي چې هېوادوال په اسانۍ سره وکولی شي پاسپورټ ترلاسه کړي. موږ د دوی د دغو هڅو قدرداني کوو. انساني کړنه چې څومره په یوه شي کې دخیله وي، هلته د عدالت مخنیوی کېدای شي. خو که کله د سیسټم په حیث سړی مخته ځي، ښايي د عدالت تأمین په کې زیات وي.»

د افغان پُسټ دولتي شرکت په دې څانګه کې به د نورو خدمتونو ترڅنګ، هغه کسان چې پاسپورټونه او یا هم لېږل شوي توکي یې په ځنډ تر ټاکلو هدفونو رسېږي، د پېرودونکو خدمتونو د څانګې له ۱۹۹ شمېرې سره د اړیکې له لارې مالومات هم ترلاسه کوي.

د یاد دولتي شرکت او پاسپورټ ریاست مسوولین وایي، هڅه کوي په ټول هېواد کې پاسپورټ، شهادتنامو او نورو اسنادو ته لاسرسی اسانه کړي؛ ترڅو د لرې ولایتونو کسان دې ته اړ نه شي چې تر مرکز پورې راشي.

د افغان پُست دولتي شرکت رییس رحمت‌الله مکي وايي: « ځېنو ملګرو، ځېنو هېوادوالو ته دا ستونزه وه چې هلته مرکزي پُسته خانې ته راشي. په پُسته خانې کې بیا کله رش وي، تکلیف ورته وي، ګڼه ګوڼه زیاته وي؛ نو د هغې د سهولت لپاره مو څه وکړل، په پل محمود خان کې مو یوه نوې پُست خونه جوړه کړه. له دې وروسته به د پاسپورټ کومه توزېع چې په مرکز کې کېدله، هغه به په پل محمود خان کې کېږي.»

د پاسپورټ رییس مولوي عبدالکریم حسیب وايي: « الحمدالله څه باندې دوو کالو کې چې زه د پاسپورټ ریاست ته تللی یم، له هېڅ ولایت نه داسې شکایت موږ ته نه دی راغلی چې د دوی پاسپورټ د د افغان پُسټ له لارې دوی ته رسېدلی وي او بیا د دوی ته ستونزه جوړه شوې وي. دوی د ګرانو هېوادوالو لپاره یوه داسې نوې پُسته خانه جوړه کړه چې دلته د ژوند ټول ضرورتونه ورسره په نظر کې نیول شوي دي.»

بله خوا، ځينې نور چارواکي وایي، سرپرست حکومت د خدماتو وړاندې کولو، اقتصادي ځان بسیاینې، په بازار کې د سالم رقابت او مسلکي کسانو ته د کار زمینې په برابرولو کې مهم رول لوبولی او په خبره یې هڅه کېږي چې د سیاسي خپلواکۍ ترڅنګ اقتصادي خپلواکي هم ترلاسه شي.

د دولتي شرکتو د رهبري پلاوي ریيس احمد جان بلال وايي: « لکه څرنګه مو چې سیاسي خپلواکي ترلاسه کړې ده، موږ وکولی شو په اقتصادي برخه کې هم هېواد مستقل کړو او اقتصادي استقلال هم ترلاسه شي. په دې ډول به موږ وکولی شو چې په نړۍ کې د یوه سیال هېواد په توګه ژوند وکړو او خپل مقام ترلاسه کړو. د شرکتونو په فعالیتونو سره اساسي موخه زموږ دا ده چې هېوادوالو ته معیاري خدمتونه وړاندې شي، د هېوادوالو ستونزې راکمې شي او له دوی سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکولی شو.»

د بهرنیو چارو وزارت مسوولین هم د تحصیلي او نورو اسنادو د تایيد په برخه کې د افغان پُست شرکت هڅې ستايي او په خبره یې، اوس مهال په کابل کې د اسنادو د تصدیق لپاره دوې پُسته خانې شته چې يوه يې مرکزي او بله په دشت برچي کې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist