Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان ولس پر افغانستان د پاکستان د یرغل غندنه او د انتقامي بریدونو ساتنه وکړه

افغان ولس پر افغانستان د پاکستان د یرغل غندنه او د انتقامي بریدونو ساتنه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/14

د افغانستان پرهوايي حریم  د پاکستان له تېري وروسته  د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د ورته غبرګون په تړاو، کورني او نړیوال توند غبرګونونه را پارولې دي. دا ځل ګڼ شمېر هېوادوالو د پراخو لاریونونو له لارې خپل اعتراض څرګند کړی.

د پکتیا ولایت اوسېدونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل او ټینګار یې وکړ چې اسلام‌اباد هېڅکله هم نه غواړي په افغانستان کې یو متحد او ځواکمن نظام جوړ شي. د دوی په خبره، له همدې امله باید د افغانستان خلک د خپل هېواد د خاورې او ملي حاکمیت د دفاع لپاره سره یو شي.

دوی زیاتوي، د افغانستان حکومت او ولس هېڅکله هم له ګاونډیو هېوادونو سره د جګړې یا ناسم چلن پلویان نه دي، خو ټینګار کوي چې د هېواد پر وړاندې د هر ډول تېري پر وړاندې سر قرباني کولو ته چمتو دي.

د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « پاکستان هر کله دا غواړي چې افغانستان وران او ویجاړ وي، افغانستان نېستمن وي او له دربدرۍ سره مخ وي.»

په همدې مهال، د کونړ ولایت یوشمېر اوسېدونکو هم په یوه غونډه کې په کنایي ډول د هغو زبرځواکو هېوادونو یادونه وکړه چې غوښتل یې افغانستان اشغال کړي، خو شرموونکې ماتې یې وخوړلې. دوی زیاتوي، پاکستان باید د بریټانیا، روسیې او امریکا له ماتو عبرت واخلي او له افغانانو سره د جنګېدو فکر له ذهنه وباسي.

هغوی دا ډاډ ورکړ چې د هېواد د حریم د دفاع په برخه کې به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

د کونړ ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا مداخله کوونکي ګاونډیان دلته پله اېښودلی نه شي، دوی یوازې زموږ لپاره سردرد جوړوي.»

د کونړ یو بل اوسېدونکی وايي: « موږ د پاکستان په مقابل کې له اسلامي امارت ملاتړ کوو، موږ به لوی او کوچني ستاسو تر شا ولاړ یو.»

په ورته مهال، د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي له اسلام ‌اباده غواړي چې له کابل سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

هغوی ټینګار کوي چې افغانان هېڅکله هم د ګاونډیو هېوادونو سره د خرابو اړیکو غوښتونکي نه ‌دي، خو دا هم زیاتوي چې افغان ولس به د هر ډول تېري پر وړاندې چوپ پاتې نه ‌شي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « له پاکستان غوښتنه کوم چې د افغانستان شا پرېږدي. زه خبرداری ورکوم چې که زموږ حکومت له ولس ملاتړ وغواړي، د پاکستان ته به خیر نه وي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « که پاکستان پر افغانستان یرغل وکړ، موږ له خپله سره ورته تېر یو او د خپل هېواد دفاع ته به درېږو.»

د یادولو وړ ده چې د پاکستان د بریدونو او د افغان ځواکونو د غچ ‌اخیستونکو حملو په تړاو، په یو شمېر ولایتونو لکه کونړ، خوست، پکتیا، لغمان، بدخشان او لوګر کې بېلابېلې ولسي غونډې او د اسلامي امارت د ځواکونو د ستاینې په تړاو لاریونونه ترسره شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist