Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

افغان- هندي چارواکو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پیاوړتیا خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/19

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د هند له شارژدافیر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د صادراتي او لوجسټیکي کچې زیاتولو ترڅنګ، د سوداګریزونو تسهیلاتو پر رامنځته کولو او د کرنې، کانونو او لاسي صنایعو په څېر برخو کې د همکاریو پر پراختیا تمرکز شوی.

افغان لوري د دې کار لپاره د سوداګریزو زېربناوو او ګډې همکارۍ د تقویې او سوداګریز توکو ته د ګډو بازارونو پر موندلو ټینګار کړی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مطبوعاتو آمر احسان الله احسان وايي: «  په دې لیدنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا بحث شوی او ترڅنګ یې په دواړو هېوادونو کې د خصوصي سکټور اړوند نهادونو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ لا پراختیا لپاره ځینې وړانديزونه کړي چې په کې د نویو بازارونو موندل، د سوداګرۍلپاره د زېربناوو تقویه او د ګډې همغږۍ ډېرول په کې شامل دي.»

د هند شارژدافیر بیا د ګډونو نندارتونونو جوړېدو او د وېزو په برخه کې افغان او هندي سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکړی.

شنونکي وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو تر پرېکون وروسته په کار ده چې د ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره پر بدیلو لارو چارو غور وشي.

د اټکل له مخې، دامهال د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسېږي چې بېلابېل توکي په کې شامل دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریښتیا وايي: « له هندوستان سره د دې ډول سټراټیژیکو اړیکو لرل کولی شي ډېر اهمیت ولري، ځکه چې د هندوستان لوی مارکېټ هغه ځای دی چې موږ کولی شو خپل توکي ور صادر کړو. کله چې زموږ صادرات ډېر شي، دا کولی شي د کار زمینه برابره کړي او له امله یې زموږ هېواد اقتصادي وده وکړي.»

دا داسې مهال ده چې تر دې وړاندې د چنګاښ په ۱۶مه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطا الله عمري په مشرۍ افغان پلاوی هند ته تللی و او هلته یې له هندي چارواکو سره د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې په برخو کې خبرې کړې وې.

په دې لیدنو کې له هندي چارواکو غوښتل شوي وو چې د افغانستان د کرنې په عصري کولو کې همکاري وکړي او د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد برخه کې سهولتونه زیات کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist