Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سیاسیونو او پاکستاني چارواکو په اړیکو او سوله بحث وکړ

admin by admin
2019/06/22

د پاکستان غونډه کې پر افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوي.

په پاکستان کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په خبرو پیل شوه.

په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن شیطاني چلونه کوي چې په وینا یې ډېر وخت یې د دواړو خپلمنځي اړیکي خرابې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر قریشي ویلي په افغانستان کې سوله په خبرو راتلی شي او بله لار شتون نه لري.

قریشي داسې ویلي (( موږ د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوو او په دې هېواد کې سوله او خوښي غواړو، ‌هیله مو دا ده چې داسې اړیکې خپلو کې سره جوړې کړو چې د یو بل په چارو کې په نه لاسوهنه او شریکو ګټو ولاړې وي.))

د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړۍ همایون جریري په دې باور دی، چې د افغان سیاسیون ناسته له پاکستانیو چارواکو سره د سولې خبرو لپاره ګټور تمامه شي.

جریري وايي٬ حکمتیار هم د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ په غونډه کې ګډون کړی٬ او دا ډول غونډې کولای شي د سولې په برخه کې مثبت تاثیر ولري.

خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د سفر مشورې او چمتوالي لپاره د وخت لږوالي له کبله نه شي کولای دغه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د روانې جون میاشتې پر ۲۷ تمه پاکستان سفر وکړي، پاکستان غواړي د ولسمشر غني له سفر مخکې د دې سفر په اړه د افغان سیاسیونو او مشرانو نظرونه له ځان سره ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist