د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر کابل کې پرون د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او شخړو هوارولو لپاره د منځګړیتوب برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لېدنه کړې.
القحطا ني د لېدنې پر مهال ویلي، دوی د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي، خو د دې غوښتونکي دي،چې ژر تر ژره روانه جګړه پای وته ورسېږي.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان کې ښکیلې غاړې باید د سولې لاره خپله کړي،چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دي او هڅه کوي، په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي، قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کړې، خو په و ینا یې، د دې اړتیا ده،چې خپلې همکارۍ او فشارونه ډېر کړي.
اتمر ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د دې غوښتونکی دی،چې طالبان پر رښتینې توګه مذاکراتو ته مخه کړي.











