Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 افغان سوله؛ د دولت عالي شورا یو شمېر غړو د جګړو ډګر ته مخه کړې. 

admin by admin
2021/06/15

  د افغان سولې خبرې په دې حساسه مرحله کې په ټپه دریدلې بلل کیږي،چې ورسره جوخت د جمهوریت په چوکاټ کې یو شمېر کسان د طالبانو پر وړاندې د دریدو خبره کوي.

 ویل کېږي،دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق هغه کسان دي،چې اوس یې په ښکاره د سولې له شورا  یې مخ اړولی او په خپلو او د ځینو هېوادونو په امکاناتو یې د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په اوسني نازک حالت کې دا ډول تحرکات د اوس او راتلونکې په تاوان دي.

د سیاسي چارو شنوونکی شهزاده مسعود وايي: « هر هغه څوک چې پر جګړې ټېنګار کوي یا له نورو د دې له پاره وسلې اخلي، چې جګړې ته به دوام ورکړي. دا د ملت د ارادې خلاف حرکت دی. زه هېله لرم،چې مقابل لوری به هم داسې کاذب فکر ونه کړي، چې د جګړې له لارې به اقتدار ته ورسېږي.»

د سولې خبرې اوس مړې ښکاري او په ټولو خواوو کې هغه پخوانی شور نشته،چې په کم وخت کې د مذاکراتو د بریا او سیاسي تفاهم د رامنځته کېدو خبره کېدله.

 باور دادی، چې اوسنی سیاسي او نظامي وضعه په بد حالت کې ده،چې حل یې په تدبیر کیږي.

د پوځي چارو شنوونکی اسدالله ندیم وايي: « په افغانستان کې سیاسي او امنیتي وضعه په بد حالت کې ده. که څېرې په سمه بڼه تدابېر ونه نېول شي،ښايي حالت تر دې هم بدتر شي. په اوسني وخت سیاسي مشران او هغه کسان چې په  ټولنه کې نفوس لري، باید سره یو شي.»

یوازې دا څو محدود کسان نه دي،چې په بې مسولیتۍ کې د جګړو شخصي جبهې یې جوړې کړې، تر څنګ یې یو شمېر نور کسانو هم ګوتڅنډنه کړې،که سیاسي تفاهم رامنځته نه شي، دوی به د ځان د دفاع لپاره لاس په مقاومت پورې کړي.

د ولسي جرګې غړی ګل احمد کمین وايي: «  متاسفانه د دې کسانو ګټې تل په جګړه کې دي. که چېرې جګړه نه وي، بیا دوی ته څوک مراجعه نه کوي، تجارتي چارې یې مخ ته نه  ځي او عواید نه لري. د دوی ټول عواید د جګړې له لارې دي. »

د حکومت او طالبانو تر څنګ د ځینو اشخاصو له خوا داسې مهال په جګړو تکیه کیږي،چې د سولې خبرې په بن بنست حالت کې  دي.

 امریکا او ناټو د خپلو ځواکونو د وروستۍ جوپې په وتلو بوخت دي،چې دې مسایلو د افغانستان اوسنی او راتلونکی له مبهم حالت سره مخ کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist