Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ دوحې ته د سیاسیونو  سفر وځنډيد. 

admin by admin
2021/07/15

 د پخواني ولسمشرحامد کرزي، حکمتيار او عبدالله عبدالله په ګډون د چارواکو او سياستوالو یو ګډ پلاوي نن له ولسمشر غني سره په ارګ کې پر هغو صلاحیتونو خبرې کولې،چې دوی یې طالبانو سره د مذاکراتو لپاره بايد ولري.

ولسمشر غني د پلاوي له غړو سره نه دي لیدلي او په دوه ورځني رسمي  سفر ازبکستان ته ولاړ. 

یوې سرچینې له نوم ښوولو پرته شمشاد ته وویل، سیاسي رهبرانو سره د ملي روغې جوړې عالي شورا کې د بندو دروازو ترشا ناسته شوې ده او ان خپلو مطبوعاتي مامورینو ته یې هم په کې د ګدون اجازه نه ده ورکړل شوې.

خو د جمهوریت ډلې مرکچي وایي، دوه ورځو کې به دا پلاوی د خبرو اترو لپاره قطر ته ولاړ شي.

د جمهوریت مذاکراتي ټیم غړی نادر نادري وايي:« هغه څه چې د سیاسیونو دویمه ډله دوحه کې یوځای کېږي او بحثونه کوي دا د طالبانو یوه بهانه وه،چې یو شمېر سیاسیون هم وي اوس دا بهانه هم پای ته رسیږي،خو هغه څه چې چې موږ سولې ته رسوي،هغه عملي  حل لار ده چې خبرې دي.»

ټول جنجالونه د واک او صلاحیتونو پرسر دي، د بنديانو خلاصون، اوربند، له تور لېسته د طالب مشرانو د اېستلو چاره، انتقالي حکومت، د ولسمشر غني د اوسني حکومت وخت، دندې…، د واک د لېږد میکانیزم او نور داسې مسایل شته،چې دوحې ته تلونکی پلاوی يې په اړه له ولسمشر غني د پرېکړو واک صلاحيت غواړي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، که سیاسیتوالو ته لازم صلاحيتونه ورنه کړل شي، نو سیاستوال ښه نه ګڼي چې طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ورشي.

د   سیاسي چارو شنونکی  طارق فرهادي  وايي:« دوحې ته د سیاسيونو تګ ښایي تر اختره ځنډېدلی وي،ولې د دې لپاره چې ولسمشر حاضر نه ده هلته د ده د استعفاء په اړه خبره وشي.اصل بحث همدا ده،چې ولسمشرغواړي په پلاوي کې خپل کسان زیات کړي ترڅو بحث بل خوا ته بوځي.هغه څه چې لازم دي هغه دا ده،چې ولسمشر استعفاء وکړي او یو بل قابل قبول حکومت راشي.که ولسمشر غواړي،بیا کاندید شي هغه یو بحث کېدای شي، خو دا چې بحران حل شي، باید استعفاء وکړي چې تیار نه دی.»

له کابل څخه قطر ته تلونکي پلاوي ته تمې زیاتې وي،خو د سولې بهیر څارونکي وايي، د پلاوي سفر ځنډېدل د سولې بهیر پر زیان دی.

له هغې راهیسې چې بین الافغاني خبرې پيل شوي، تر اوسه د موضوعاتو پر سر خاص پرمختګ نشته،چې دې حالت هم نظامي او هم سیاسي برخه کې بې باوري او د تمي خلاف حالت رامنځته کړی دی.

بل پلو طالبان وايي، چمتو ديچې د خبرو د پرمختګ د سوله ییز حل لپاره له سیاسیونو سره خبرې وکړي. 

طالبانو د خبرو اترو میز پرېښی او ډېری تمرکز یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو باندې ده څو دوی ته خپله اراده په ډاګه کړي.

حکومت وایي، طالبانو د درې میاشتې اوربند په بدل کې د ۷ زره بندیانو خوشې کېدل غوښتي دي او دغه راز یې ویلي دي،چې د مشرانو نومونه یې له تورلیست څخه پاک شي.

د جمهوریت مذاکراتي ټیم غړی نادر  نادري  وايي:« هغوی د اوربند په اړه د درې میاشتو یوه طر حه لري،چې ۷ زره بندیان یې ازاد او نومونه یې له تورلیست څخه حذف شي، تر څو کامله ازادي ترلاسه کړي،خو د درې میاشتو اوربند لپاره دا یوه درنه غوښتنه ده.»

داسې راپورنه هم شته،چې دوحې ته د تلونکي سیاسي پلاوي په لیست کې حامد کرزی، حکمتیار او کریم خلیلي په شا شوي او ارګ په دې یولس کسیز پلاوي کې د ملي شورا د مشرانو او د چارو ادارې د ریس نومونه ور زیات کړي، خو په رسمي توګه حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist