Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ دوحه  کې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د افغان جهتونو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي

admin by admin
2021/07/11

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوي د مذاکراتو چټکتیا او اجنډا ټاکلو لپاره د درېیمګړ ي غوښتنه کړې او له طالبانو یې هم غوښتي دي، چې په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.

د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وايي: « د دواړه مذاکراتي ټیمونو د تماس ګروپونو ترمنځ د اجنډا پر اساسي موضوعاتو باندې جدي خبرې دوام لري، جمهوریت پلاوي او مقابل لوري تمه کېږي، چې خپل دریځ اعلان کړي، ترڅو د مذاکراتو روان پروسه ګړندۍ شي.»

طالبان بیا وايې، ناستې دوام لري او د اجنډا ټاکلو لپاره پر ځینو مسایلو توافق هم شوی، خو اعلان به یې هغه مهال کېږي چې پرټولو اختلافي ټکو سره هوکړې ته ورسېږي.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند  محمد نعیم وايي: « د مسلې سوله ییز حل لپاره دلته په دوحه کې ناستې روانې دي، لومړی مشترکه اجنډا جوړېږي او بیا پرې مذاکرات کېږي، تر اوسه پورې پر ځینو وړاندې شویو ټکو توافق شوی، خو اعلان یې هغه مهال کیږي، چې په ټولو ټکو توافق وشي او یا یې دواړه خواوې اعلانیدل اړین وګڼي .»

بل پلو، د سولې سازمان مشر زمان ګل دهاتي وايي، د افغانستان قضیې حل لار سیاسي تفاهم دی او په همدې موخه یو ځل بیا بین الافغاني خبرې پیل شوي او دواړه لوري باید سیاسي حل ته لومړیتوب وکړي.

دهاتي زیاته کړه: «  د افغانستان قضیې حل لار سیاسي تفاهم دی او د همدې لپاره په دوحه کې مذاکرات کېږي، چې دواړه لوري مذاکرات د قدرت مسلې پرحل متمرکز وکړي.»

د بین الافغاني مذاکراتو له پیله تر دې مهاله اوربند د افغان حکومت مرکچي پلاوي له مهمو غوښتنو ده، خو تردې مهاله په مذاکراتو کې پرې هوکړه نه ده شوې او لاهم جګړو زور اخېستی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist